بنو - د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، هېواد به یې بیا هېڅکله پر خپله خاوره پردۍ جګړه ونکړي.
دا خبره نوموړي د نومبر پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په یو ورځني سفر کې کړې.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د ګل پر ماښام په بیان کې ویلي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان او ګورنر شاه فرمان هم له نوموړي سره د سفر ملګري ول.
د ای اېس پي ار بیان وايي، عمران خان ویلي چې د افغانستان د سولې او ثبات بهیر ملاتړ کوي او پکې خپل رول لوبوي.
بیان وايي، عمران خان په میرام شاه کې د شمالي او جنوبي وزیرستان د مشرانو له ګډې جرګې سره ولیدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې په سیمو کې به یې یو پوهنتون، یو طبي کالج او نورې پرمختیايي پروژې عملي کوي.
د سیمې یوه مشر ملک غلام مشال راډیو ته وویل، د شمالي او جنوبي وزیرستان مشرانو وزیراعظم له خپلو ستونزو او غوښتنو خبر کړ او هغه ورسره ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې پوره کوي او په سیمه کې به د روزګار موقعې برابروي.
د ای اېس پي ار بیان زیاتوي چې چارواکو وزیراعظم پر ډېورنډ کرښه غلام خان ته هم وروست او هلته یې له افغانستان سره له سوداګریزو هلو ځلو خبر کړ.
په ۲۰۱۴ ز کال په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو خلاف په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې د دغه سیمې په لکونو خلک د خیبر پښتونخوا نورو سیمو ته کډه شول او یو لوی شمېر یې د افغانستان نېږدې ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا ته ورغلل.
د کډوالو لویه برخه خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي خو لا هم د وزیرستانونو ګڼې کورنۍ په بکه خېلو کیمپ او د افغانستان په خوست، پکتیا او پکتیکا کې اوسي.