پېښور کې ۲۳۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي نه دې ورکړل شوي

په پېښور کې د ګوزڼ مخنیوي کمپاین.

د خېبر پښتونخوا په پېښور کې د ګوزڼ مخنیوي کارکوونکیو لخوا په سمه توګه د کار نه کولو له کبله د نومبر میاشتې په کمپاین کې شاوخوا څه باندې ۲۳ زره ماشومان له ګوزڼ ضد څاڅکو بې برخې پاتې شوي دي.

د وزیر اعظم د ګوزڼ مخنیوي پرواګرم ویاند بابر بن عطا نن [نومبر ۲۴مه] مشال راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د وایرس نه ختمېدو په اړه شوو پلټنو کې دا خبره مخې ته راغلې وه چې د ګوزڼ مخنیوي لپاره د دې پروګرام ۱۴ کارکوونکي خپل کار په سمه توګه پر مخ نه وړي.

نوموړی وايي دا کارکوونکي هغه خلک ول چې د انکاري مېندو او پلرونو نومونه يې نه لیکل او کله چې بیا موږ پلټنې وکړې نو معلومه شوه چې دوی جعلي معلومات ورکړي دي.

​"دا ۱۴ کارکوونکي اوس له خپلو دندو لیري کړل شوي دي. موږ به اوس د انکاري کېسونو لپاره د یونین کونسل په کچه کار کوو."

دا هم وګورئ: لکي مروت: خلکو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو له ورکولو انکار کړی

په دې اړه د خېبر پښتونخوا د صحت ښځینه کارکوونکو او په پېښور کې د درېیو یونین کونسلونو د ګوزڼ مخنیوي پروګرام مشره عایشه حسن وایي چې انکاري کېسونه ډېر شوي دي.

دا وایي چې اکثره خلک د ګرانۍ، د بجلۍ او ګېس لوډشېډنګ او د ډېر بلونو راتلو له وجې هم له حکومته ګیلې کوي او وایي چې د پولیو څاڅکو ورکولو لپاره خو حکومت کار کوي نو بيا دا نور کارونه ولې نه سموي.

نوموړې زیاتوي، که حکومت او ریاست چیرته سختي پیل کړه او چې کوم خلک ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکې نه ورکوي نو پر هغوی دې برېښنا قطع کړي او شناختي کارډونه دې يې ور بند کړي.

دا هم وګورئ: روغتيا وزارت: پاکستان له سفري بندیزونو سره مخ کېدای شي

تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۰مه هم حکومت په اسلام اباد کې د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکوونکي پروګرام ۱۰ کارکوونکي له خپلو دندې لیري کړي ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه