د افغانستان ولسمشر وايي، د دولت وسلهوالو مخالفینو د افغانستان پر مهمو ارزښتونو حمله پيل کړې چې بېځوابه به نه پاتې کېږي.
محمد اشرف غني د نومبر پر ۲۱مه په کابل کې د سې شنبې ورځې حمله د هغو کسانو کار وباله چې د ده په خبره د لومړي وار لپاره يې افغانستان ته ځانمرګي بریدونه او چاودنې راوړې دي.
خو ولسمشر محمد اشرف غني و نه ويل چې د وروستۍ ځانوژونکې حملې د عاملانو په وړاندې به څه اقدام کېږي.
ولسمشر غني زیاته کړه:
"د افغانستان پر دوديز سياست، جوړښت او زموږ پر ملي شناخت حمله وشوه. دا بېځوابه نهشو پرېښودلاى. چا چې دې وطن ته انفجار او انتحار د لومړي ځل لپاره راوړ، د سېشنبې د حملې او فاجعې مسؤل دي. طالبان يوازې د دې پېښې په غندلو، خپلځان له مسؤليته نه شي ژغورلاى. دوى بايد عملاً سولې ته کار وکړي،چې انسان وژنه، افغان وژنه او مسلمان وژنه پاى ته ورسېږي."
که څه هم ظاهراً د ولسمشر اشاره وسلهوالو طالبانو ته وه چې ګواکې په کابل کې د وروستۍ چاودنې عاملان دي، خو ذبيحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي، ادعا کړې چې په دې چاودنه کې دوى لاس نه لري.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کابل په اورانوس هوټل کې د سې شنبې پر ماښام د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې يا ميلادالنبي په مناسبت د رابلل شوي محفل په پيل کې چاودنه وشوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي د نومبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د وژل شویو کسانو شمېر نېږدې ٦٠ او د ټپيانو نېږدې ۱۰۰ ته رسېږي.
حکومتي چارواکو ويلي چې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي بدل شي، ځکه د ځينو ټپيانو وضعيت نازک دى.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کابل کې د سې شنبې چاودنه د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو غندلې ده.
دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هيله ښوولې چې د ٢٠١٩ میلادي کال تر اپرېل مياشتې ښايي له وسلهوالو طالبانو سره د سولې موافقه وشي.
دا هم وګورئ: افغانستان د کابل په خونړي برید ویر کويد سولې د هڅو له ګړندي کېدو سره په افغانستان کې خونړۍ حملې او ورسره د ملکيانو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.
د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، يوازې په اکټوبر مياشت کې په افغانستان کې شااوخوا ٨٠٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ٢٧٠ ملکيان وژل شوي او تر ٥٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.