د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کابل په خونړي برید ویر کوي


افغان حکومت د نومبر پر۲۰مه د سېشنبې ماښام د میلاد النبي پر مراسمو د ځانوژونکي برید او پکې د اوښتې درنې مرګژوبلې له امله، نن چارشنبه په ټول هېواد کې ملي ویر اعلان کړی دی.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د ولسمشر اشرف غني د لارښوونې پر بنسټ به نن چهارشنبه په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.

د امنیتي چارواکو په وینا د سې شنبې په ماښام یو ځان وژونکی بریدګر د کابل په ۱۵مه ناحیه کې د اورانوس په هوټل کې هغه محفل کې چاودنه وکړه چې پکې دیني عالمان او ولسي افغانان د میلاد النبي په مناسبت یوې غونډه کې راټول شوي ول.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مجروح خبریالانو ته وویل چې په پېښه کې لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ژوبل دي.

د نوموړي په وینا ۲۰ ټپیان سخت ژوبل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاندویانو بیا د وژل شویو شمېر ۴۳ تنه یاد کړی او د ټپیانو یې تر ۶۰ زیات بللی.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د اورانوس په هوټل کې د دې محفل جوړونکیو پولیس له وړاندې نه ‌وو خبر کړی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما پرون وویل چې د بشري حقونو د څارنې ډلې یې د حملې په اړه د حقایقو په راغونډولو لګیا دي.

یوناما په یوه بیان کې چې نن چهارشنبه د نوومبر ۲۱مه، یې خپور کړ لیکلي چې د پرونۍ خونړۍ حملې په اړه حقایق ورته څرګند شوي دي.

​په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو په ځانګړي پیام کې ویلي، داسې بریدونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. هغه په کابل کې د سېشنبې برید یوه وحشي کړنه وبلله. د نوموړي په خبره د دغې خونړۍ پېښې له ککړو سره باید حساب وشي.

تدامیچي یاماموتو
تدامیچي یاماموتو

تدامیچي یاماموتو ویلي چې ملګري ملتونه به د افغانستان له خلکو سره ولاړ وي، د افغانانو په مشرۍ د سولې د داسې پروسې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې روان جنګ پای ته ورسوي او حکومت ته موقع ورکړي چې د خپلو وګړو د امنیت ټینګولو لپاره له ډېرو امکاناتو کار واخلي.

په افغانستان کې پرونۍ حمله په داسې وخت کې شوې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅو هم زور اخېستی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمي خلیلزاد چې په دوحه او کابل کې یې د دواړو خواو له استازو سره وکتل، د نوومبر په نولسمه، یعنې تر حملې یوه ورځ مخکې له کابله واشنګټن ته ستون شو.

د خلیلزاد په سفر کې په مکرر ډول دا خبره یاده شوه چې سولې ته ښايي وخت کم پاتی دی او حتی تر را روان پسرلي د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د سیاسي موافقې خبرونه خپاره شول.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد په سېشنبه په کابل کې تر خونړي وروسته، پر خپل ټوېټر ولیکل:

"موږ په کابل کې په ننني وحشتناکه برید کې د وژل شویو بېګناه لمانځیونکیو ویر کوو. موږ د جګړې ختمولو لپاره له ټولو افغانانو سره کار ته هوډمن یو او له افغانستان سره په ګډه د ترهګرانو نابودلو ته ژمن یو چې ولسي وګړي وژني، سوله نه غواړي او د افغانستان په راتلونکې کې یې هېڅ ونډه نه شته. "

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د کابل خونړي برید په غبرګون کې په سېشنبه پر خپل ټوېټر ولیکل:

"له کابله غمجن خبرونه راځي چې بمي برید تر څلوېښتو زیات وګړي وژلي دي. موږ د دغې اوږدې وینې توینې د غندلو او ویر لپاره نور توري یا الفاظ نه لرو. له غمځپلیو کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي کوو. لوی خدای دې په ټوله سیمه کې امن راولي.​"

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په سېشنبه وویل چې پر دیني عالمانو او ملکي وګړو حملې غندي. هېڅ یوې ډلې د سېشنبې برید ذمه واري نه ده منلې.

د افغانستان پر سفارتونو او رسمي دفترونو به نن د افغانستان بېرغ نیم ځوړند وي.

پر انټرنټي سایټونو لکه فېسبوک او ټوېټر د د نومبر ۲۰مې برید له وحشته ډک عکسونه او وېډيوګانې خپرې شوې دي.

په یوه ویډيو کې واضح لیدل کېږي چې د قران مجید تلاوت روان دی او د چاودنې درز شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG