پراګ - د ناټو اتحاد د ۱۰ غړو هېوادونو شاوخوا ۱۷،۵ نیم زره ځواکونو په پولینډ او بالټیک هېوادونو کې په پوځي مشقونو کې برخه اخېستې ده.
دا مشقونه د نومبر پر اوومه پیل شوي دي.
د پولینډ دفاع وزارت وايي چې د (اناکونډا) په نوم دا پوځي مشقونه له دې وړاندې په دغه هېواد کې نه دي ترسره شوي.
په دې کې ۱۲نیم زره پولینډي سرتېري برخه اخلي.
له دې سره د ناټو د غړو هېوادونو ۵۰۰۰ سرتېري په اېستونیا، لاتویا او لېتوانیا کې په دې پوځي مشقونو کې ګډون کوي.
دا هم وګورئ: د برتانیا، فرانسې، اټالیې او جرمني ځواکونو ګډ مشقونه پیل کړلپه دې کې په بالټیک سمندرګي کې ځېنې بحري مشقونه هم شامل دي.
وزارت ویلي، دا مشقونه به د نومبر تر ۱۶مې نېټې دوام لري، چې موخه يې د پوځ د بېلا بېلو برخو ترمنځ همکاري ډېرول دي.
دا هم وګورئ: روسیو، چینیو او منګوليو ځواکونو پراخ پوځي مشقونه پیل کړيپه ۲۰۱۴ز کال کې د روسیې له خوا د کریمیا سیمه له ځان سره د یو ځای کولو وروسته د پولینډ او درو بالټیک هېوادونو په ګډون د مشرقي اروپا ځېنو نورو هېوادونو د خپل امنیت په اړه فکرمند ول.
امریکا د اوکراین تر بحران وروسته، د روسیې د مخې نیولو لپاره په سیمه کې خپل ځواکونه په ځای کړي دي او د ځېنو ځواکونو ځایونه يې بدل کړي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.