تر بدلون وروسته قبایلي سیمې بې له قانونه چلېږي: ایاز وزیر

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلي چارو پوه او پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې خو عملي اصلاحات پکې نه دي راغلي. د ده په خبره، د پخواني نظام تر ختمېدو وروسته، قبایل اوسمهال په یوه قانوني خلا کې اوسي. وزیر یو له هغو کسانو څخه دی چې په خیبر پښتونخوا یې د قبایلو د ورګډولو ضد کیمپېن کاوه او اوس یې هم دریځ دا دی چې تر هر بدلون مخکې دې له ولسه پوښتنه وشي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، د قبایلي سیمو اصلاحاتي بهیر عملي کولو ته ژمن دی او د دې لپاره یې د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې یوه کاري ډله هم جوړه کړې. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.