د امریکا ملي امنیت سلاکار ویلي دي چې واشنګټن به د سختو بندیزونو له لارې ایران تر فشار لاندې راولي.
جان بولټون وايي، واشنګټن غواړي د ایران اټومي فعالیتونو د دوام او په منځني ختیځ او نړۍ کې د تهران د مضر فعالیت له امله پر دې هېواد ډېر فشارونه راولي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یروان کې د ارمېنیا له وزیر اعظم سره تر لیدو پس له ازادي راډیو سره به ځانګړي مرکه کې وویل، ایران نړیوالې ترهګرۍ ته مالي سرچینې برابروي او د تهران دا چلند باید بدل شي.
نوموړی وايي: "موږ غواړو پر ایران زیات نه زیات فشار راوړو، ځکه د اټمي وسلو له پروګرام لاس نه اخلي. موږ د ایران لېرې واټن ویشتونکیو توغندیو پروګرام او په عراق، سوريه او نوره نړی کې د دې هېواد د پوځي فعالیتونو له امله اندېښمن یو."
د امریکا ملي امنیت سلاکار وویل، واشنګټن نه غواړي چې پر ایران د بندیزونو د پراخولو په بهیر کې د متحده ایالاتو ملګري هېوادونه زیان وویني.
د امریکا ملي امنیت سلاکار جان بولټون تر هغه یوازې دوې ورځې وروسته پر ایران د فشارونو زیاتولو خبرداری ورکوي چې امریکا، سعودي عرب او د خلیج پینځو هېوادونو په روانه اوونۍ کې یوشمېر ایراني وګړي افغان طالبانو ته د مالي سرچینو برابرولو په قضیه کې تور لېسټ ته اچولي دي.
امریکايي او سعودي چارواکو ویلي دي چې په تور لېسټ کې په شاملو ایرانیانو کې د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب د بهرنۍ څانګې قدس ځواک دوه افسران هم شامل دي.
دا هم وګورئ: روحاني وايي امریکا د ایران رژیم بدلول غواړي دا هم وګورئ: ایران ته د امریکا خبرداریایران بیا سعودي عرب تورن کړی دی چې پر تهران د بندیزونو له لارې هڅه کوي چې په ترکیه کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو له قضيې د خپلو خلکو او نړیوالو ټولنې پام واړوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سږني کال (۲۰۱۸) په مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالو قوتونو د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي تړونه ووت او پر تهران يې نوي بندیزونه اعلان کړل.