د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني وايي امریکا د ایران رژیم بدلول غواړي


حسن روحاني
حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، امریکا یې په هېواد کې د رژیم د بدلولو هڅه کوي.

د یکشنبې پر ورځ په تهران یونیورسټۍ کې د نوي تعلیمي کال د پيل په مراسمو کې د خبرو پر وخت روحاني پر امریکايي حکومت تور پورې کړ چې د نفسیاتي او اقتصادي جګړې طریقو په کارولو سره د ایران د مشرتابه د بدلون هڅه کوي.

د امریکا حکومت له هغه وروسته پر تهران فشارونه زیات کړي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په می میاشت کې له ایټمي تړونه د وتلو پرېکړه وکړه.

د ایران او نړۍ د شپږو طاقتورو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال ایټمي تړون کې دا خبره شوې وه چې له ایرانه به د ایټمي فعالیتونو ختمولو په بدل کې بندېزونه لرې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG