نواز شریف د خپلې مېرمنې جنازه کې د ګډون لپاره په ضمانت خوشې شو

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د خپلې مېرمنې د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره په ضمانت خوشې شوی دی.

د نواز شریف تر څنګ د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن صفدر هم خوشي شوي او رايونډ ته رسېدلي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ته د نواز شریف د خوشېکولو درخواست پرون سېشنبه د هغه ورور او د پاکستان مسلم ليګ ن مشر شهباز شریف ورکړی وو.

نوموړي غوښتنه کړې وه چې نواز شریف دې لږ تر لږه د پنځو ورځو لپاره خوشي کړل شي.

دا له هغه وروسته ده چې د نواز شریف مېرمن کلثوم نواز پرون له اوږدې ناروغۍ وروسته د لندن په یوه روغتون کې مړه شوه.

د هغې مړی به د جمعې پر ورځ پاکستان ته راوړل شي او د رايونډ په جاتي عمره کې به له جنازې وروسته خاورو ته وسپارل شي.

کلثوم نواز له خپلې لور مریم نواز سره

کله چې د اسلام اباد احتساب عدالت د روان ۲۰۱۸م کال د جولای پر شپږمه نېټه په لندن کې د اپارتمانونو اخيستو د یوې قضېې پر سر نواز شريف ته د ۱۰کلونو، مريم نواز ته د اووه کلونو او د هغې خاوند محمد صفدر ته د یو کال قېد سزا واوروله نو نواز شريف او لور يې د کلثوم نواز د درملنې په لړ کې په لندن کې ول.

نوازشريف او مريم نواز د جولای پر ۱۳مه لاهور ته ورسېدل او ځان يې پوليسو ته وسپاره.

نواز شریف د خپلې مېرمنې په جنازه کې د ګډون لپاره په ضمانت پرېښودل شو

له هغوی وړاندې د نواز شريف زوم محمد صفدر د جولای پر اتمه نېټه ځان پوليسو ته سپارلی و. دوی درې واړه له هغه وخت راهيسې د راولپنډۍ په اډياله زندان کې بنديان کړل شول.

نواز شريف او د هغه د کورنۍ غړي پر ځان لګېدلي تورونه بې بنياده او دا هرڅه سازش ګڼي.