رويټرز خبري اژانس وايي، امريکا د انصاف نړيوال عدالت ته په هغه صورت کې د بندېزونه دړکه ورکړې که چرته عدالت په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د جنګي جرمونو د تورونو پلټنو ته دوام ورکړي.
اژانس د ولسمشر ټرمپ د امنيتي سلاکار جان بولټن د هغه ليکلې وينا حواله ورکوي چې ټاکل شوې ده نوموړی به يې نن په واشنګټن کې محافظه کاره فېډرل سوسايټي ته کوي.
رويټرز وايي، بولټن په خپله وینا کې کښلي چې امريکا به د عدالت له ناجایزه مقدمو خپل او د ملګرو هېوادونو وګړيو ژغورولو لپاره هر ډول اړينې لارې کاروي.
اژانس وايي، په مسوده کې ليکل شوي چې ټرمپ انتظاميه به په هغه صورت کې ځوابي اقدام وکړي که چرته د انصاف نړيوال عدالت د امريکايی پوځيانو او استخباراتي چارواکيو له لورې له ادعا سره سم د افغانستان په جګړه کې په جنګي جرمونو کې د لاس درلودلو په اړه په رسمي توګه پلټني پیل کړې.
په مسوده کې راغلي چې امريکا به د هېګ عدالت د ججانو او څاروالانو امريکا ته پر ورتګ، د هغوی د امريکا په مالي نظام کې په ممکنه توګه پرتو پيسو بندېز او دا شان د امريکا په عدالتونو کې د هغوی پرضد د مقدمو پر چلولو غور وکړي.
دا هم وګورئ: امریکا په سربییا کې د جنګي جرمونو د وروستي تورن نیونه وستایله