د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په سربییا کې د جنګي جرمونو د وروستي تورن نیونه وستایله


ګوران هادیچ په جنګي جرمونو نورن دی
ګوران هادیچ په جنګي جرمونو نورن دی

امريکا په نوولس سوه نويمه لسيزه کې د يوګو سلاويه په شخړه کې د جنګي جنایتونو تورن د آخري فراري د نيولو هر کلی کړی دی .د وایټ هاوس ویاند جې کارنې ویلي په سربيا کې د ګوران هادزیچ نيونه به په کروشیيا کې د جګړې اغېزمنو،د هغوی کورنيو او د سیمې د خلکو د تسلي سبب و ګرزي.

نيټو او بلخوا د سويډن د بهرنيو چارو وزارت ویاند کارل بلدت ویلي چې له بلغراد څخه شاوخوا پنځه شپيته کلوميټره ليري په يوه پارک کې د هاد زچ نيونه د يورپ د اوسني تاريخ يو مهم باب بند کړی.

بل خوا مندا پاتکو چې د جګړي پر وخت په اوکويار کې د ورکو شوو کسانو د میرمنو د يوه سازمان مبارز دی د هادزیچ د نيوني هرکلی وکړ.

دا يی وخت وو چې دی و نيول شي. پکار ده چې هغه د انصاف عدالت ته وړاندې شي. له سره بايد په اوکو يار کې د شوو جرمونو او تيريو په اړه حساب وشي.کيدای شی دا جنایتونه هغه په خپله نه وې کړي خو د کولو حکم يې ورکړی وو

ګوران هادزیچ د کروشیيا او سربيا د جګړي يو مشر وو چې ورباندي د جنګي جرمونو تور دی . تمه کيږي چې نوموړی به په يو څو ورځو کې په هېګ کې د جنايتونو نړيوال عدالت ته و سپارل شي. د سربیا صدربوریس تادیچ وايي دهیواد په شمالي غریزه سیمه کې د ګوران هادزیچ په نیولویې هیواد ترټولو سخت پړاؤ ترسره کړو.هغه وویل، سربیا به د نړیوالو ذمه وارو ترسره کولوسلسله جاری ساتي، او همدا وخت زه ددې خبر تایید کوم چې د ګوران هادزیچ په نیولو سره مونږ خپلې قانوني او اخلاقي ذمه وارۍ ترسره کړې.
ګوران هادزیچ د جنګ په موده کې مهم کروشیايي سرب لیډر وو چې له خپلې مخې یې د کرایینا سرب ریپبلک په کروشیا کې د شاملولو فیصله کړې وه.

۵۲ کلن ګوران باندې هیګ کې د جنګي جرمونو نړیوال عدالت تور لګولې وو چې د ۱۹۹۱ نه ۱۹۹۵ پورې د روان سربیايي جنګ پرمهال یې په سلګونو غیر سرب خلک وژلي او په زرګونو یې د کرویشیا نه شړلي.
په دې ورستیو کې د دغه مودې بل یوجنګي مجرم جنرل رادکو ملادِیچ د نیولو وروسته ګوران د سربیايي جنګ آخرنی مجرم دی چې ملګرو ملتونو یې لټون کوو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG