د خېبر پښتونخوا د خېبر ضلعې لنډي کوتل تحصیل دولسم پاس نجونې وایي، د اعلا زده کړو لپاره د ډګري کالج د نشتوالې له وجې دوی نه شي کولای چې خپل تعلیم جاري وساتي.
د دې زده کوونکیو په وینا چې هلکانو په ډګري کالج کې ورته د داخلې سهولت ورکړل شوي خو د سیمې روایات دوی ته د داخلې اجارت نه ورکوي.
په لنډي کوتل سیمه کې د نجونو لپاره تر دولسم پورې یواځنې های سېکنډري سکول دی چې پکې هر کال شاو خوا تر ۲۰ نجونو دولسم پورې زده کړې ترلاسه کوي او د اعلا تعلیم لپاره د ډګري کالج د نشتوالې له وجې زیاتره انجونو په کورونو کې کیني.
مشال راډیو ته زده کوونکې ماریه رحمان وویل،"د ساینس په مضمون کې اعلا زده کړې کړې خو ښکاري داسې چې دا به خپل خواهش پوره نه کړي."
دا وایي، "که د هلکانو ډګري کالج په ځای ورته د نجونو په های سکول کې د بي اېس زده کړې پیل کړل شي نو ورسره به یو ښه ګام وي."
نوموړې وايي، "ډېرې قابلانې نجونې دي چې هغوی سبق وایي، دوی په کور ناستې دي او دلته دا خبره کېږي چې بس تر دولسمه پورې زده کړې دي."
یوه بله زده کونکې ردا په وینا, "مخکې هم نجونو تر دولسمه پورې سبقونه ویلي خو اوس باید حکومت د دوی اعلا زده کړو ته پاملرنه وکړي."
نوموړې وایي," جمرود او د پېښور ډګري کالجونه ترې لرې دي او په پېښور کې ورته د وسېدو مسلې ده."
د زده کونکې ماریه پلار شاه رحمان وایي," هر څوک خپلې لوڼه د نور ځایونو ډګري کالجونو ته د لېږلو وس نه لري او نه هر یو پلار په خپل کور کې وي چې هره ورځ به خپلې لوڼه وړي او راوړي."
نوموړي وايي،"په لنډي کوتل کې د انجونو لپاره هم د هلکانو په شان ډګري کالج پکار دی او دا ورسره هم ضروري ده چې پکې مختلف مضمونونه وي."
د لنډي کوتل د نجونو های سېکنډري سکول مشر په وینا،" که حکومت وغواړي چې په سکول کې نجونو ته د بي اېس زده کړې برابرې کړي نو دا کولای شي چې نجونو ته دا سهولت په خپل سکول کې ورکړي."
مشال راډیو ته د نجونو د ډګري کالج د دې مسلې په اړه د خېبر ضلعې د تعلیم د محکمې مشر هاشم خان وویل," سمدستي حکومت په دې کار نه شي کولای خو په راتلونکې دوو کالو کې د نجونو لپاره د یو ځانګړی ډګري کالج منصوبه ورسره شته."
د نجونو تعلیمي کالونه ضایع کېدو په اړه هاشم خان زیاته کړه،"زده کوونکي د جمرود ډګري کالج زده کړې ترلاسه کولای شي."
لنډي کوتل تحصیل د جمرود تحصیل ترمنځ شاوخوا ۳۷ کلومیټره فاصله ده.
د دې نجونو زده کونکیو په وینا چې دوی ته کالج لپاره هر ورځ تګ راتګ مشکله وي.