د اختر له راتګ سره د ګاډو کرایې لوړې شوې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېنډۍ او اسلام اباد له اډو څخه د پښتونخوا بېلا بېلو سیمو ته تلونکي کسان وايي، تر اختر مخکې کرایې لوړې شوې دي. دوی پرون مشال راډیو ته وویل چې ډرېوران ګاډي لاین ته نه باسي او ځېنې یې دوه چنده او ان درې چنده کرایه غواړي. موږ د اډو له مشرانو او له ډرېورانو سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی انکار وکړ. د ځېنو مساپرو څرګندونې په ویډیو کې.