صوابۍ: د وژل شوي نورالحق مقدمه د پولیسو خلاف درج شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

صوابۍ کې د یوه تن د وژنې پرضد ولس راپارېدلی

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د یو کس تر وژل کېدو وروسته د سه شنبې په ورځ پیل شوې احتجاجي ناسته بېګا پای ته رسول شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د یو کس تر وژل کېدو وروسته د سه شنبې په ورځ پیل شوې احتجاجي ناسته بېګا پای ته رسول شوې ده.

مظاهره چیانو بېګا ناوخته احتجاج له هغه وروسته ختم کړی چې د دوي په غوښتنه د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې خلاف ایف آی ار درج شوی دی.

احتجاج کوونکي وايي د انوارالحق په نامه مشهور نورالحق نومي دا کس پولیسو او د ترهګرۍ ضد ځانګړي ځواک په خپل کور کې وژلی دی.

د وژل شوي کس یو خپل نورالله په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، نورالحق یې د خپلو ماشومانو په مخکې ډېر په ظلم وژل دی.

نورالله وویل ، که وژل شوي نورالحق څه ګناه کړې وای نو باید عدالت ته وړل شوی وای او عدالت سزا ورکړې وای.

د احتجاجي ناستې یو مخکښ او ځايي سیاسي مشر اډوکېټ سلیم خان مشال راډیو ته وویل ، په دې اړه دې له ټولو اړوندو امنیتي چارواکو تپوس وشي.

موږ په دې اړه د صوابۍ د پوليسو د مشر سيد خالد همداني په ګډون له ځینو نورو پولیس چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نه شو او نه هم هغوي په دې اړه څه بیان ورکړی دی.

نور ولولئ

پښتین وايي، د پښتنو اییني او قانوني حق غوښتو ته دوام ورکوي

صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پیل شوه