تحریک انصاف به په واک کې د خپلمنځیو لانجو ښکار شي. شېرپاو

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي چې د جولای ۲۵ مې انتخاباتو کې پښتانه سياستوالان په داسې حال کې له پارلېمانه بهر ساتل شوي چې د افغانستان حالات خراب دي او هم دغه شان پخوانۍ فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډه کړل شوې ده.

په انتخاباتو کې افتاب شېرپاو، د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی، د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق خپلې خپلې څوکۍ بايللې وې.

دوی ټول پر انتخاباتي کميشن، پوځ او نګران حکومت تورپورې کوي چې په انتخاباتو کې يې د تحريک انصاف په حق کې درغلي او داندلي کړې ده خو کميشن، پوځ او حکومت دا تورونه ردوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تحریک انصاف به په واک کې د خپلمنځیو لانجو ښکار شي. شېرپاو

افتاب شېرپاو د سېشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ده په ګومان تحريک انصاف به ښایي په خېبر پښتونخوا کې په واک کې له راتلو وروسته د اختلافونو ښکار شي.

نوموړي وويل چې ټاکنې ځکه په تحريک انصاف و ګټل شوې چې دغه به د نورو قوتونو تر واک لاندې وي.

له افتاب شير پاو سره دا مرکه عبدالحي کاکړ کړې ده او په سر کې ورڅخه پوښتلي چې په انتخاباتو کې د داندلۍ په اړه له هغوی سره کره ثبوتونه شته؟