د خاصه دارو نوکریو ته خطر دی، خېبر کې غونډه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پخوانيو قبایلي سیمو په خيبر پښتونخوا صوبې تر ورګډېدو وروسته د خاصه دارو اتحادیې د حکومت لخوا د خاصه دارۍ نظام د ختمولو پر خپرو شويو خبرونو اندېښنه ښودلې ده. دې اتحاديې په دغه لړ کې له خپلې خوا د يوې تګلارې ټاکلو لپاره د صوبېدارانو او نايب صوبېدارانو يوه غونډه رابللې ده. د خاصه دارو اتحاديې مشر سيد جلال وايي، د حکومت هېڅ يوه داسې پاليسي به و نه مني چې د زرګونه خاصه دارو نوکرۍ په خطر کې اچوي. نوموړي دا خبرې د مشال راډيو له خبريال غلام غوث سره په يوه مرکه کې تر هغه وروسته کړې چې په دا وروستیو کې پاکستانيو ورځپاڼو د خيبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمې په حواله خبرونه خپاره کړي ول چې حکومت زرګونه خاصه دار له نوکريو فارغوي. سيد جلال وايي په پخوانۍ فاټا کې نېږدې ۱۸ زره خاصه دار ځواکونه د سیمې په امنیت بوخت دي، په سلګونه یې په ترهګرۍ کې وژل شوي دي او دوی به کله هم دا و نه مني چې د قلم یوې کرښې په راکاږولو به یې یوڅوک له روزګاره بې برخې کړي. دا مرکه واورو.