په جلال اباد کې ځانمرګي برید ۱۲ تنه وژلي

افغانستان: افغان امینتي ځواکونه په جلال اباد کې د ترسره شوي ځانمرګي برید د ځای لیدنې پر مهال. د ۲۰۱۸ کال د جولايي ۱۰ مه نېټه

د افغانستان د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ځانمرګي برید لس تنه وژلي چې دوه پکې د ملي امنیت سرتېري دي.

د ننګرهار چارواکي وایي دا برید د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې نن(سېشنبه) سهار نږدې ۱۲ بجې د پلټنې پر یو مرکز شوی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي او دوه امنیتي سرتېري ټپیان شوي هم دي چې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دی وایي چې پېښې د رامنځته کېدو له امله نږدې هټیو کې د اور د لګیدو له امله مالي زیانونه هم اوښتي.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

نور ولولئ

جلال اباد موټر بم برید، لسګونه وژل شوي او ژوبل

جلال اباد کې حمله شوې ده