د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر غني د سفر پر مهال جلال اباد کې موټر بم برید شوی


جلال اباد موټر بم برید، لسګونه وژل شوي او ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

جلال اباد موټر بم برید، لسګونه وژل شوي او ژوبل

جلال اباد - د ننګرهار چارواکي وايي په مرکز جلال اباد کې په موټر بم برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي.

د ننګرهار امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، پېښه د جولای پر لومړۍ نېټه د مخابراتو په څلور لاره کې شوې ده.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند انعام الله میاخېل وايي، په وژل شویو کې اته هندوان او سېکان، دوه مسلمانان دي او د پینځو کسانو جسدونه سوځېدلي چې لا یې پېژندګلوي شونې نه ده.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال غلام سنایي ستانکزي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، موټر بم برید هغه مهال شوی دی چې افغان ولسمشر اشرف غني د جلال اباد په سفر وو.

دی وايي، د هندوانو او سېکانو مشران له ولسمشر سره لیدو ته وربلل شوي ول.

هلته ولسمشر غني په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار له بېلا بېلو قومونو سره د لیدو پر وخت وویل، د سولې په اړه د هېچا منفي نظر نه مني.

ده وویل، د افغانستان ۴۰ کلن تاوتریخوالي پای رسول یې دنده ده.

د جلال اباد برید ښار ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال شوی دی
د جلال اباد برید ښار ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال شوی دی

د جلال اباد موټر بم برید ذمه واري چا نه ده منلې.

خو ولسمشر اشرف غني په خبرو کې د ملي اردو ستاینه وکړه چې داعش وسله وال ډله یې ځپلې ده البته پر پولیسو یې انتقاد وکړ چې د جلال اباد ښار په امنیت ساتلو کې نه دي بریالي شوي.

اشرف غني د ننګرهار په سفر کې د یوه ۱۰۰۰-بستریز روغتون بنسټ ډبره کښېښوده، د جلال اباد ښار نارسمي کورونو ته یې د اسنادو ورکولو بهیر پیل کړ او د ولایت د بېلا بېلو قومونو د استازو ستونزې یې واورېدې او ورسره یې خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG