وېلز: د افغان سولې لپاره دې پاکستان پر طالبانو خپل نفوذ وکاروي

د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیره الېس وېلز

د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیره بېګا اسلام اباد ته رسیدلې ده. تمه ده چې هغه به نن دوشنبه له پاکستانیو چارواکیو سره وګوري.

الېس وېلز وایي، د وسله والو طالبانو لخوا د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه ویل د منلو وړ نه دی او پکار ده چې پاکستان په دې لړ کې خپل اثر او رسوخ وکاروي.

دا خبرې د جنوبي او منځنۍ ایشیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې ایلس وېلز په یکشنبه کابل ته په خپل یوه ناڅاپي سفر کې کړې دي. هغې ویلي د اختر په شپو ورځو کې د ډزبندۍ بریالیتوب وښوله چې د افغانستان د شخړې حل په سیاسي خبرو شونی دی.

په اختر کې اوربند افغان سربازان او طالبان غاړه غړۍ کړي ول

الېس وېلز ویلي هېواد یې د افغانستان په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوي چې او د افغان جګړې په سوله‎ییزې پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

هغې په یکشنبه له افغان لوړپوړو امنیتي او ملکي چارواکو سره په لیدنه کې دا مسایل یاد کړي دي.

اړوند راپورونه

ارګ: له طالبانو سره په خبرو کې هېڅ مخکې شرط نه‌ لرو

پاکستان د امریکايۍ ډپلوماټې سفر وځنډاوه

په کابل کې د امریکا سفارت د وېلز د لیدنو په اړه یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې هغې د افغانستان ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌ الدین رباني او د سولې شورا له رئیس کریم خلیلي سره لیدلي دي.

اخوا د افغانستان ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې الېس ولز سره په لیدنه کې په سیمه‎ییزو همکاریو او د افغان حکومت د سولې په پروګرام خبرې وکړې.

دواړو لورو په بروکسل کې د ناټو د غونډې د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.