پاکستان ته د یوې لوړپوړې امریکايي چارواکې سفر چې تمه وه نن دوشنبه شوی وی، د اسلام اباد په غوښتنه وځنډول شو.
الېس وېلز چې دا مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې ځایناستې استازې ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته جنوبي او منځنۍ اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې اسلام ته تلونکې وه.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت ویاند د روېټرز خبري اژانس ته ویلي:
"د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې سفر تر هغو ځنډېدلی چې دواړه لوري یو بل مناسب وخت ورته وټاکي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې ورته څرګندونې کړې دي.
هېڅ لوري د دې سفر د ځنډېدلو علت نه دی په ډاګه کړی، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اوونۍ تر وینا وروسته په پاکستان کې امریکایي چارواکیو ته خبرداری ورکړل شوی چې په ځان دې پام وساتي.
د امریکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پاکستان تورن کړ چې ترهګرو ورېستي سازمانونو او هغو ډلو تهیې پناه ورکړې چې افغانستان ناامنه کوي او د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.
د ولسمشر ټرمپ تر دې وینا وروسته پاکستانیو چارواکیو وویل چې د امریکا متحده ایالات باید پاکستان په ناحقه ملامت نه کړي او په خبره یې په افغانستان کې د خپل هېواد د پوځ د ناکامۍ پړه دې پر پاکستان نه اچوي.
د امریکا ولسمشر وايي پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د امریکا په اربونه ډالر واخېستل خو د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې یې دوکه کړې ده.
راپور: صفيالله ستانکزی