لسګونه کسانو د قبایلي اصلاحاتو ضد مظاهره کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په مظاهره کې ویناوالو وویل، د قبایلي اصلاحاتو قانوني مسوده منظورۍ ته نه پرېږدي. د اتوار پر ورځ (مې ۲۷) په مظاهره کې د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې او ځېنو کسانو په پولیسو کاڼي وورول چې په غبرګون کې پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه. په عین وخت کې په اسمبلۍ کې د ۳۱م اییني ترمیم پر مسودې بحث هم روان وو. ویډیويي رپورټ.