منظور پښتين د لادرکه کسانو په اړه د پښتنو، بلوڅو او سينديانو د اتحاد ږغ وکړ

د پښتون تحفظ موومېنټ د پېښور د جلسې عکس

د پشتون تحفظ موومېنټ مشر د بلوڅو، سينديانو او پښتنو د ورک کړل شويو کسانو په اړه د اتحاد جوړولو وړانديز کړی دی.

د يکشنبې په شپه په کراچۍ کې د زرګونو کسانو غونډې ته په وينا کې منظور پښتون په جلسه کې ناستو د بلوڅو او سينديانو د ورک کړل شويو کسانو کورنۍ مخاطب کړې او وې ويل چې راځئ يو اتحاد جوړ کړو.

نوموړي په کراچۍ کې د ماروا عدالت وژنو، په جنوبي او شمالي وزيرستان کې د نا امنيو تازه پېښو او د ورک کړل شويو کسانو تر څنګ پر يو شمېر نور موضوعاتو په تفصيل سره خبرې وکړې.

منظور پښتون په جلسه کې ناستو د بلوڅو او سيديانو د ورک کړل شويو کسانو کورنۍ مخاطب کړې چې راځئ يو اتحاد جوړ کړو.

هغه په ځانګړې توګه د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال مشرف، حکومت ته د تحريک طالبان پاکستان تسليم شوي پخواني وياند احسان الله احسان او د نقيب مسود په وژنه کې تورن پوليس افسر راو انوار نومونه واخيستل چې دده په وينا د دوی ته د پاکستان د ايين له مخې تر سزا ورکولو پورې به خپل تحريک ته دوام ورکوي.

هغه وويل،

((د ايين له مخې به زموږ لومړی هدف راو انوار وي، بيا به احسان الله احسان او ورپسې به جنرال مشرف سزا ته رسوو. جنرال مشرف به نه پرېږدو ځکه دلته چې کوم جنګ پيل شوی دی هغه هم دې جنرال مشرف شروع کړی وو او که هغه داسې نه وايه کړي نو ځانمرګي بريدونو به نه وو او دا کاروبار چې هغه د ډالر په بدل کې پيل کړی وو هغه اوس هم دوام لري.))

پر دې موقع د پښتون تحفظ موومېټ يو بل مشر محسن داوړ د وينا پر مهال تور ولګاوه چې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو وروسته يو ځل بيا مشکوکه ترهګر ځای پر ځای کېږي.

(( هغه ضرب عضب چې تاسو يې د کاميابۍ دعوی کوله له هغه وروسته اوس بيا هدفي وژنې پيل شوې دي. دوی بيا هغه ترهګر بېرته سيمو ته راولي چې له لسو پنځلس کلونو راهيسې يې زموږ مرۍ پرې کولې، پرون هم په شمالي وزيرستان کې دوه مشران په هدفي بريدونو کې ووژل شول. موږ له دې سټيج څخه ټولو ته او د وردۍ والا ته هم وايو چې موږ به نور ستاسو دا منصوبه کاميابه کېدو ته پرېنږدو. که ستاسو دا خيال وي چې بيا به ترهګر راولئ او دغه خلک به ورباندې و وژنی نو دا خبره له خپلو زړونو وباسئ او زموږ دا تحريک به تاسو ته د داسې کولو اجازه درنکړي.))

هغه ضرب عضب چې تاسو يې د کاميابۍ دعوی کوله له هغه وروسته بيا هدفي وژنې پيل شوې دي، بيا هغه ترهګر بېرته سيمو ته راوستل کېږي چې له تيرو لسو پنځلس کلونو راهيسې يې زموږ مرۍ پرې کولې.
محسن داوړ

د غورځنګ يو بل مشر علي وزير په خپله وينا کې وويل چې دوی به خپل تحريک په پرامنه توګه پر مخ وړي.

هغه زياته کړه،

((امنيتي ادارو زموږ خبره واورئ، موږ به کله هم د تشدد پر لاره روان نه شو، موږ به کله هم داسې لاره خپله نکړو چې له وجې يې د قامونو په منځ کې نفرت پېدا شي. موږ به احتجاج کوو، پرامنه به يې کوو، ستاسو و مخې ته به يې کوو، د جي اېچ کيو مخې ته به يې کوو، د رېنجرز هېډ کوارټر مخې ته به يې کوو.))

که څه هم په جلسه کې پر امنيتي ادارو او د پوځ پر پاليسيانو تنقيد وشو خو پوځ تل ويلي دي چې په عملياتو کې يې د وسله والو ملا ماته کړې ده او شمالي وزيرستان يې له وسله والو پاک کړی دی.

د لادرکه کسانو په اړه پوځ دريځ لري چې دوی هيڅوک نه دي ورک کړي.

ټاکل شوې وه چې منظور پښتين به د شنبې په ورځ په الوتکه کې له اسلام اباده کراچۍ ته رسېدلی خو په اسلام اباد هوايي ډګر کې ورته وويل شو چې په کمپيوټرکې نوم نه راځي نوځکه ورته د سفر اجازه نشي ورکولای.

موږ به کله هم د تشدد پر لاره روان نه شو، موږ به کله هم داسې لاره خپله نکړو چې له وجې يې د قامونو په منځ کې نفرت پېدا شي.
علي وزير

له دې وروسته هغه لاهور ته ولاړ خو هلته هم د دوی په وينا امنيتي ادارو د تلاشۍ په پلمه ناوخته کړ چې په نتيجه کې يې الوتکه ورڅخه والوتله.

هغه او ملګري يې بيا په ګاډی کې د کراچۍ پر لور روان شول چې د ۱۲ ګنټو سفر يې په شاوخوا ۴۰ ګنټو کې وکړ.

دوی دا تور لګوي چې امنيتي ادارو او پوليسو په لاره کې په لسګونو ځله پر امنيتي پوستو او ټول پلازو ودرول شول او د دوی د ځنډولو لپاره به يې ارداتا ټريفک جام کاوو.

خو چارواکيو د دوی د تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

جلسه د ورځې په شاوخوا درې بجې پیل شوه او د شپې تر دوولس نېمو بجو روانه وه.

د ځنډ وجه يې د منظور پښتين انتظار وو او د غورځنګ مشرانو اعلان کړی وو چې تر څو منظور جلسې ته نه وي رسېدلی تر هغو پورې به خلک ناست وي.