د ډاکټر عاصمې کورنۍ د کوهاټ پرځای پېښور کې مقدمه چلول غواړي

په کوهاټ کې وژل شوې د طب زده کوونکې عاصمه راني کورنۍ له پېښور های کورټه غوښتنه کړې چې دغه مقدمه دې پېښور ته منتقل کړي. نوموړې د جنورۍ پر ۲۷ مه یو تن له رشتې نه پر انکار کولو وژلې وه.

د فرورۍ په ۲۳ مه پېښور های کورټ د دغې درخواست اورېدنه وکړه او پکې یې په یوه اونۍ کې له ټولو متعقله ادارو تفصیل غوښتی دی.

د عاصمه راني پلار غلام دستګیر خان د ګل په ماښام مشال راډیو ته وویل د سیاسي فشار او امنیتي ستونزو له وجې دا مقدمه پېښور ته منتقل کول غواړي. نوموړي زیاته کړه:

''موږ له سیاسي دباو سره مخامخ یو ځکه چې د ملزمانو کورنۍ سیاسي اثر رسوخ لري.بچي مو له ویرې تعلیمي سلسله جاري نه شي ساتلی ځکه چې هره ورځ ورته لاره کې څوک ښکاره پناه کېږي او کله یې تپوس کوي چې په کوم هاسټل کې پاتې کیږي. د لور نه مې امتحان پاتې شو نو په دې حالاتو کې به موږ په کوهاټ کې څنګه مقدمه وچلوو.''

غلام دستګیر خان هم دا راز وویل ملزم مجاهد اپرېدی چې له وړاندې هم یوه ښځه او دوه بچي لري، تره یې د خېبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف د کوهاټ د څانګې مشر دی او اندېښنه ده چې په مقدمه کې یې لاسوهنه وکړي.

په دې اړه د کوهاټ نه د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شهریار خان اپرېدي وویل ګوند یېله اولې ورځې ویلي چې د عاصمه راني کورنۍ ته په انصاف ورکولو کې به هیڅ ډول تاخیر یا خنډونه نه برداشت کوي. نوموړي زیاته کړه:

''نه پریشر شته په پولیس باندې نه پرې څوک سیاسي پریشر اچولی شي. موږ د خپل ګوند د صوبايي اسمبلۍ ممبرانو ته هم ویلي چې د پولیس او قانون سره مکمله همکاري وکړي. دا راز مو پولیس چارواکو ته ویلي چې د قانون مطابق دې ټول ګامونه پورته کړي. زموږ د ګوند یو مشر د ملزمانو خپلوان دی خو هغه ته مو هم ویلي چې په دې مسله کې به مداخلت نه کوي.''

د عاصمه راني د وژنې په اړه سپریم کورټ ازخود نوټس هم اخیستې او د خېبر پښتونخوا پولیسو ته یې په دې پیښه کې د ککړو کسانو نیولو امر کړی دی. ملزم مجاهد اپرېدی په مبینه توګه د قتل وروسته له هېواده په وتلو کې بریالي شوی دی. پولیسو د نوموړي د نیولو لپاره نړیوالو پولیسو یا انټر پول ته هم وارنټ جاري کړی دی.