د پېښور خوب!

د پېښور یو ماشوم

پیښور د مینځنۍ اسیا په خله کې پروت دی ـــ پیښور د ګندهارا مرکز ، د لر و بر د پښتنو کور او د ګلونو ښار دی . پیښور خوار نه دی ، مځکه لري ، تاریخ لري ، کلتور لري ، اقتصاد لري ــ پیښور بدقسمته نه دی خو اوس بد رنګه شوی ضرور دی.

ولې بد رنګه دی؟ د نړیوالو چالونو په ولقه کې دی ، د ریاستونو تر مینځ د ستراتیجیکي ګټو په ژرنده دل شوی دی ، د خپلو بې غورۍ او د پردو مکارۍ خوړلی دی.

په دې تیرو دوو لسیزو کې د پیښور د روح د وژلو هڅې وشوې ــ د دې ښار لارې کوڅې په وینو ولمبول شوې ، یادګارونه يې وران شو ، ګلونه يې خاورې شو او پر سندرو او سازونو يې بندیزونه ولګیدل.

پیښور نن هم ژوندی دی ، هر څومره که مات ګوډ دی خو پیښور نن هم د هیلو ښار دی ، د دمې ځای دی ــ نن هم د پیښور بچي د دغه ښار په تورو تیارو کې د امن او خوشالو د سحرونو خوبونه ویني !

خو پیښور نن هم ژوندی دی ، هر څومره که مات ګوډ دی خو پیښور نن هم د هیلو ښار دی ، د دمې ځای دی ــ نن هم د پیښور بچي د دغه ښار په تورو تیارو کې د امن او خوشالو د سحرونو خوبونه ویني !

خوبونه تش خوبونه نه وي ــ د دې پر شا قامي تاریخونه او ارمانونه وي ــ د دې پر شا د پیړیو پیړیو قربانۍ وي ــ او ټول خوبونه دروغ هم نه وي

دغه خوبونه د هغه ماشومانو په سترګو کې غړیږي چې سکولونه يي په ترهګرو بریدونو کې الوتي دي ــ دغه خوبونه د شهیدانو په قبرونو په مشالونو کې بلیږي ، په شلیدلو لوپټو او شالونو د وینو په رنګونو کې خوریږي او د سپین ږیرو په دعاګانو کې راڅرګندیږي ــ دغه خوبونه به رشتیا کیږي !

خوبونه تش خوبونه نه وي ــ د دې پر شا قامي تاریخونه او ارمانونه وي ــ د دې پر شا د پیړیو پیړیو قربانۍ وي ــ او ټول خوبونه دروغ هم نه وي

څنګه به رښتیا کیږي ؟ خلیل جبران ویلي وو ؛ که یو غلام په خوب ویده وي، راویښ يي کړه او د ازادۍ د خوب په معنا او مفهوم يي پوه کړه ؛ــ

خو دا فیصله به څوک کوي؟ دا فیصله به د پیښور بچي کوي ــ هغه بچي چې د امن په کور کې له ویرې سره ژوند کوي ــــــ هغه بچي چې د خپلو شلیدلو کتابونو په خورو ورو پاڼو کې د ژوند سبقونه وايي ــ هغه بچي چې زوریدلي ډیر دي خو ویریدلي نه دي ــ هغه بچي چې بې لارې بیګودره وو خو اوس يي د منزل نخښې هم موندلې دي او د مزل جذبه هم !

جنګ خو د کلي مینځ ته راغلو

نامړده پورته شه چې ملا دې وتړمه