د لاسرسي ځای

بلاګونه

سه شنبه ۲۳ مې ۲۰۱۷

جدول یا کالهینداره
جنوري فبروري مارچ اپرېل مې جون جولای اګست سپټمبر اکتوبر نومبر دسمبر

هغه مهال چې له پل صراطه تېر شئ، نو یوه لویه دښته پیل شي چې د تور تارکولي یا قیر سړک دواړو غاړو ته پرته ده. د سړک تر غاړو د کیکرو اغزن بوټي ولاړ دي او د دید تر حده کور نه تر سترګو کېږي – یو شی چې ښکاري د سلېمان یا کسۍ غرونو لړۍ ده.

هغه مهال چې له پل صراطه تېر شئ، نو یوه لویه دښته پیل شي چې د تور تارکولي یا قیر سړک دواړو غاړو ته پرته ده. د سړک تر غاړو د کیکرو اغزن بوټي ولاړ دي او د دید تر حده کور نه تر سترګو کېږي – یو شی چې ښکاري د سلېمان یا کسۍ غرونو لړۍ ده.

پل صراط ته تر ورتګ مخکې له ډېره اسماعیل خانه اخوا، د دره زنده بازار راځي. په دې بازار کې خلکو سپین څادري پټکي (پګړۍ) په سر وې، لوی او پراخه جامې یې په غاړه وې. هلته مې غوښتل د ځېنو خلکو انځور واخلم. یوه یې راته وویل ((تصویر مه باسه، حرام دی!!). بل ته مې مخ ورواړاوه، را ته یې کړه چې ((هلکه تصویر خو اخلې، خو چېرې په دهشت ګردو کې مو وا نه چوې...)).

دره زنده وروسته پاتې سیمه ده. هلته مېشتو یو شمېر خلکو راته وویل، نهري اوبه نه لري، ګیس نه لري، برېښنا هم کله کله ولري.

له دره زنده څخه د ژوب لوري ته روان وم، په لار کې مې پل صراط ولید. تر دې وروسته په دښته کې سړک کله پوخ او کله خام دی. ګاډي پکې په داسې رفتار روان وي لکه یو څه پسې چې ګرځي او شاوخوا ګوري – لکه په لویه دښته کې د اوبو په ښکارېدو چې تنده وهلي مساپر ورځي خو چې هغه ځای ته ورسي نو پوه شي چې اوبه نه وې، سراب وو. همداسې دا دښته هم نه ختمېده. تر لرې، لرې غځېدلې وه.

د جنوبي پښتونخوا د شېرانیو ولسوالۍ ته تر ننوتو مخکې په لار کې ګڼ پونده، شپانه او بزګران له خپلو رمو سره روان وي. په دوی کې زیاترو بزې لرلې، ځېنې د پسونو (ګډانو) څښتنان هم ول – داسې لکۍ داره ګډان یې لرل چې لمونه یې واړه ول. پونده ګانو پر نورو څارویو د کورونو سامانونه، ان خپل چرګان هم تړلي ول.

پر لار اخیستي انځورونه دلته په ګالرئ کې وګورئ.

د کسۍ په غره کې مې یوه چینه ولیده چې کال و سر پکې اوبه وي او ورڅخه خوړ وتلی دی. همدې مې د سترګو تنده ماته کړه. په دې سیمه کې یو څه ول چې راته یې د پخوانۍ زمانې د دېوانو او پرښتو کیسې رایادې کړې. د چینې سپینې، رڼې اوبه د ډېره غازي خان لوري ته بهېدې. پوه نه شوم چې په سیمه کې اوبه وې خو نهري نظام پکې نه وو، بندونه هم نه ول تړل شوي.

له شېراني ولسوالۍ څو منټه (دقیقې) لرې د ډېرې په نیمه قبایلي سیمه کې یو غر داسې هم ښکاري لکه مور چې له بچیو لاسونه تاو کړي وي او مینه ورکوي.

ژوب ته چې ورننوځئ نو په لار کې لوی ډاګونه او بېدیا ده. ځای په ځای وچ باراني خوړونه دي چې اوسمهال پکې له شېراني څخه تر ژوبه د چین – پاکستان اقتصادي لار د پروژو لپاره لوی ماشینونه کار کوي. هلته راته امنیتي ځواکونو وویل چې دا د چین – پاکستان اقتصادي لار غربي برخه او لویه لار ده خو دا سړک دومره ارت وو لکه د پېښور د بډه بېرې او ادم خېل سړک.

د ژوب خلک ډېر مینه ناک دي. هر ځای یې راته د چایو او ډوډۍ ستونه کول. بازار یې کوچنی دی خو هر څه پکې شته – واړه هوټلونه، ښایسته دوکانونه. په دې بازار کې د کباړي جامو او هغو ګاډو بازارګي هم شته چې ګمرک یا کسټم یې نه وي ورکړل شوی. د ژوب زیاتره ودانۍ خامې دي. ان د ژوب د خبریالانو مرکز (پرېس کلب) هم خام یا کچه دی.

له ژوبه تر سیف الله کلا پورې پر لار هم ډاګونو او بېدیا ده. په بادېزیو کې سړک داسې نېغ او سیده وو چې که د ګاډي رفتار له ۱۲۰ کیلومیټره في ساعته هم زیات شي نو پکې سپاره نه وېرېږي ځکه چې پر سړک نه موړ شته، نه پکې خنډونه.

پر همدې لار ځای پر ځای د انګورو باغونه دي چې پکې تاکونه پر لویو، لویو تیرونو او لرګیو اډانه وي. د سیمې ولس زښت خواریکښ دی او په پټیو او باغونو کې کار کوي. د بارانه په دې وطن کې د اوبه خور نظام نشتوالي دوی هم ځپلي دي.

په کلا سیف الله کې د ښځو په کالج کې نرینه استادان دي – ښځینه هغه پکې نشته.

دا ښارونه او ولسوالۍ له یو بل ډېرې لرې پرتې دي. له کلا سیف الله څخه تر هندوباغه (مسلم باغه) او تر کچلاغه هم اوږد مزل دی خو سړکونه یې له ژوب، شېرانیو او ډېره اسماعیل خانه ښه دي. یو شی چې په ټولو سیمو کې یو ډول دی هغه بېدیا ګانې دي.

په دې بېدیاګانو کې تېز باد لګي او بوړبوړکۍ هم جوړوي.

کوټه تر ټولو ولسوالیو پرمختللې ده. بازارونه، دانۍ، سړکونه، هوټلونه او تعلیمي ادارې یې ښې دي. خلک پکې مصروف دي او د ژوند تېرولو لپاره یو څه پیدا کوي. خو د پېښور او نورو ښارونو پرتله پکې ګراني زیاته ده.

چمن د ډېورنډ پر کرښه پروت دی. ښایسته بازار لري. یو کار مې پکې خوښ نه شو. هغه دا چې که هر سړی پر سړک ولاړ وي، که پلي وي که پر موټرسایکل سپور وي او که رېړه یې لګولې وي، له تېرېدونکو ګاډو سره تر لانجې او ناندریو وروسته هم په ګرانه ورته لار ورکوي.

په چمن کې د ګاډو مینځلو نرخ ۵۰۰ کلدارې یا روپۍ دی او په پېښور کې ۳۰۰. په چمن کې هر څه ګران دي. که ارزان پکې څه دي نو له سپین بولدکه ورغلي بهرني شیان چې زیاتره یې ګاډي دي.

پښین هم باغونه لري خو سیمه یې وروسته پاتې ده او خلک یې زیاتره کاروباریان دي. بزګران او باغوانان یې د اوبو نشتوالي پرېشانه کړي دي. شنه نسوار یې مشهور دي او ډېر کارځایونه یا چکۍ لري. د اوبو زخیرې لپاره پکې تالاوونه جوړ دي چې په زیاتره کې یې ښځې وي – یا جامې مینځي یا لوښي.

له کلا سیف الله څخه تر بوري (لورالايي) لار هم ډېره خرابه دی. دا مهال د سړک پر ارتوالي او په ځېنو ځایونو کې د نوي سړک جوړولو کار روان دی. که پاکې جامې مو په غاړه وي او پر دې لار تېر شئ نو تر بوري پورې سړی له پېژندنې وتلی وي. د بوري بازار هم ښایسته دی. د لوی باچا خان څلور لارې ته مخامخ د موساخېلو پر لار هر ځای ډېرانونه دي چې باید پاک شي.

دا ټولې سیمې مې د ورځې ولیدې. بیا له بوري څخه تر ډېره غازي خانه د شپې پر لار وم نو نه مې خلک ولیدل او نه هم سیمه!!

لږ په خیال

استاد خیال محمد

چې یې نوم خیال وي او تل یي د مینې سندرې ویلي وي نو باید چې ډیر خیال یې وشي. په ټوله نړۍ کې سندرغاړي د یو هېواد پیژندګلو وي،د ولسونو اتلان وي، او ډیر یي مینه وال وي.

وایي چې موسیقي د روح غذا ده، اودا روحونه دي چې له یو بل سره خوښیږي او ګډیږي. هم دغه شان سندغاړي او فنکاران د ټولنې روحونه دي، دا د ټولنې ښایست دی، او ستا د ټولنې د جوړخت هغه برخه ده چې ته پرې ښایسته ښکارې، نو باید چې ډیر خیال یي وشي.

په پېښور کې ملګرو او د ژبې مینه والو د استاد خیال محمد په ویاړ د خیال اونۍ ولمانځله، د هغه تاج پوشي يې وکړه، د لر او بر پښتنو دا وښوده چې دوی یو دي درد یي هم یو دی او ویاړ یې هم. افغانستان ورته خپل سوغات راوړل چې دوی هم د دغو ښایستو خلکو قدردان دي، او ولې به نه وي چې هم دغه یو څو تنه دي چې له کړاوه ډکې په دې خاوره د مینې سندرې وایي.

سترګې د مینو دې ړندې نشي .... مینې ستا ډیوې دې چرې مړې نشي

سندرغاړي او فنکاران د ټولنې سترګې دي او هغه هم له ښایست او ښکلا ډکې، او باید دا سترګې بل طرف کږې نشي.

چې یې نوم خیال وي او تل یي د مینې سندرې ویلي وي نو باید چې ډیر خیال یې وشي. په ټوله نړۍ کې سندرغاړي د یو هېواد پیژندګلو وي،د ولسونو اتلان وي، او ډیر یي مینه وال وي.

د پښتنو مثال نن سبا د خیال محمد استاد د هغې سندرې دی چې وایي

هر یو ګل دې پاڼې پاڼې ـــ نشته ساه یوه غوټۍ کې

هنر مند په یوه ټولنه کې لکه په مثال د پسرلي هم وي، او باید چې دغه موسم بدل نشي، او نه دغه د دوو ورځو پسرلی وي، دا باید دې ته پرېښودل شي، چې غوټۍ پکې ګلان شي، او دغه ګلان سره د خوشبویانو خوندي وساتل شي. کله چې په یوه ټولنه کې سندرغاړي او فنکاران خوندې پاتې نشول نو دغه ټولنه به ماتیږي او لکه د ګل به مړاوې کیږي.

جنګونو وهلې د پښتنو ټولنه سندره غواړي، دا سندره چې استادخیال محمد ،سردار علي ټکر ، ناشناس، قمر ګلې ، احمد خان ، شاه ولي ، هارون باچا او اوس یي ګڼ ځوانان او پیغلې وایي باید چې ډېر قدر او خیال یې وشي.

دا هغه خلک دي چې که یو طرفته د ټولنې د خوشالیو سبب دي نو بلخوا د ټولنې ژوندی عکس هم دي، د یو فنکار ژوند ښیي چې دغه ټولنه څومره ژوندۍ ده.

د فنکار سترګې د ټولنې د وجود سترګې دي،باید د مینې او خیاله ډکې سترګې ړندې نشي او نه دغه ډیوې چرې مړې شي.

نور پورته کړئ

XS
SM
MD
LG