په کورمه کې د لارو په سر شخړه ختمه شوې

د کورمې په بوړکي کې د ایف سي ځواک او مقامي خلکو ترمینځ د لارو په سر راپورته شوې کړکیچ تر خبرو وروسته پای ته ورسېدو.

د مالوماتو ترمخه د جمعې پر مازیګر د لارو په سر د ملیشې سرتېرو او مقامي خلکو ترمنځ د نښتې وروسته پوځي او انتظامې چارواکو له ځايي مشرانو سره خبرې پیل کړې چې د شپې تر ناوخته پورې جاري ول.

ځايي مشر ملک سید نصیر حسین وايي،د دوی دا غوښتنه ول چې ملیشې سرتېري به د کلي په لار تګ راتګ نه کوي، ورسره منل شوې ده.

ملک سید نصیر حسین وايي،د کلي په لار کې د ملیشې سرتېرو پر تګ راتګ د بندیز بنیادي مقصد هلته د ښځو پرده خوندي ساتل دي.

ځايي مشر په خبره، په بوړکي کې د ملیشې سرتېرو لخوا د کلې مینځ لار د استعمالولو شکایت څو ورځې وړاندې یې هم کړی و خو پوځي چارواکو دا تر نښتې وروسته غور لاندې راوستله.

په راپورونو کې ویلي شوي چې هلته د جمعې پر مازیګر مقامي خلکو او د ایف سي ځواک ترمنځ د نښتې له امله یو سرتېرې وژل شوی دی او یو مقامي کس زخمي شوی و.

تر دغې نښتې وروسته ملیشې سرتېرو د کلي پنځه کسان ګرفتاره کړي ول.

انتظامي چارواکې طارق حسین وايي،د مسلې د حل په خاطر نیول شوې ټول کسان یې بیرته خوشي کړي دي.

په کورمه کې د بوړکي ځايي مشرانو په خبره، د شنبې پر ورځ یو ځلې بیا ۱۰کسیزه جرګه پاڼه چینار ته ورځي او هلته د سیمې په عسکري او علاقايي معاملاتو علاوه له ملیشې سرتېرو سره د مقامي خلکو روابط ښه کولو په آړه له پوځي او انتظامي سره به خبرې کوي چې دغه شان پېښې په راتلونکي وخت کې بیا رامنځته نه شي.