دوي وايي له ۷۰ کالو جوړې شوې بنو ازادې منډۍ پر ځای د جنوبي وزیرستان پولیټیکل انتظامیه ترې مالونه په زرعي ګودامونو کې جمع کوي کوم چې دوی ته د منلو وړ نه دي.
د بنو ازادې منډۍ د زڼغوزیو سوداګرو مشر حاجي لائیر خان وايي په جنوبي وزیرستان کې چې د زڼغوزیو یو کلو پر سر انتظامیه ۱۰۰ روپۍ اخلي هغه د سرکار خزانې ته نه بلکې مخصوصو جیبونو ته ځي او دا د ازاد تجارت په لارې کې یو خنډ دی.
لائیر خان وویل ، په واڼه کې چې حکومت کوم ګودامونه جوړ کړي دي نو یوه ډله هلته ناسته ده او په زوره د دوي مالونه هلته جمع کوي.
ده وویل ، زڼغوزي داسې څه نه دي چې که ایسار کړل شي نو پروا نه کوي بلکې دا داسې فصل دی چې د وخت له تېرېدو سره خرابېږي.
د زڼغوزیو بل سوداګر ملک نیک عمل خان وايي چې دوي له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی په وړاندې دې هر ډول خنډه لري کړي.
ملک نېک عمل خان وویل ، د بنو ازاده منډۍ له تېرو ۷۰ کالو راهسې د شمالي او جنوبي وزیرستان د زڼغوزیو د سوداګرو ګډ مارکیټ دی.
نوموړي وویل ، له پولې پورې یې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ زره ټنه شکول شوي زڼغوزي ایسار دي چې مارکېټ ته د راوړلو لاره نشته.
ده وویل ، له حکومته غوښتنه کوي چې د غلام خان بندر یا ټیټي مداخیل پر لاره دې دوی ته اجازه ورکړي چې خپل زڼغوزي د بنو ازادې منډۍ ته ورسوي.
د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدی وايي ، د شمالي وزیرستان دته خیلو او شوال زڼغوزي د بنو ازادې منډۍ ته رسول شوي دي او په دې لړ کې یې له سوداګر سره هر ډول مرسته کړې ده.
کامران اپرېدي وویل ، د پولې پورې ایسار شوو زڼغوزیو د راپرېښولو لپاره هم هڅه کوي او په دې اړه یې له امنیتي ځواکونو سره خبرې کړې دي.
د جنوبي وزیرستان د پولیټیکل انتظاميې چارواکي وايي چې په واڼه کې یې زرعي مرکزونه یا ګودامونه د سوداګرو د ګټې لپاره جوړ کړي دي.