ایا په فاټا کې انتظامي او قانوني تشه د ترهګرۍ يوه وجه ده؟

فايل فوټو

د پاکستان قبايلي سيمې له تېرې څه دپاسه یوې لسېزې راهيسې د ترهګرۍ مرکز بلل شوې دي.

د القاعده او ازبکو جګړه مارو په ګډون د پاکستان يو شمېر وسله والو ډلو دلته مرکزونه جوړ کړي وو او روزنې يې ترلاسه کولې.

خو د دوی پرضد امريکايي ډرون بريدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ يو شمېر عمليات کړي چې په نتيجه کې يې اوس دغه ډلې په فاټا کې ښکاره مرکزونه نه لري.

که څه هم فاټا د پاکستان برخه ده خو دلته د انګرېزانو د وختونو نظام عملي دي.

ځينې کارپوهان، سياستوالان او د نړۍ ځينې هېوادونو وخت نا وخته پر پاکستان غږ کړی چې د فاټا انتظامي حېثېت دې بدل کړي او د نور پاکستان په شان دې په يو قانوني او اييني چوکاټ کې راولي.

د دوی په وينا، د فاټا اوسنی انتظامي او اييني حېثېت په دې سيمه کې د انتهاپسندۍ او ترهګرۍ يو له مهمو لاملونو دی.

دا خبره تر کومه ځايه سمه ده؟

په اسلام اباد کې خبريال طاهر خان وايي، دا خبره تر يو ځايه سمه ده.

د فاټا خاوند نشه او مالومه نه ده چې هلته اصل واک د چا په لاس کې دی. شميم شاهد

د نوموړي په وينا، د وسله والو ډلو اثر و نفوذ د پخوا په پرتله کم شوی دی البته په پخوا کې خپله د پاکستاني حکومت کردار هم مبهمه دی.

خو په پېښور کې خبريال شميم شاهد بيا وايي، په قبايلي سيمو کې انتظامي خلا رامنځ ته کول د يوه پلان برخه ده.

دده په خبره، په فاټا کې د وسله والو له راتګ او هلته د پوځي عملياتو وروسته د انګريزانو د وخت نظام هم له منځه تللی دی او چې کومې ادارې دا وخت فاټا چلوي هغوي هم په خپل کار کې ناکامه شوې دي.

د شميم شاهد په خبره، په داسې حال کې د فاټا خاوند نشه او مالومه نه ده چې اصل واک يې د چا په لاس کې دی.

دا خبره سمه نه ده چې په فاټا کې د يو څرګنده نظام د نه شتون له کبله هلته ترهګري راغلې ده. عطاوالرحمن

دده په وينا،

(( پوځ د پوښتنو ځواب نه ورکوي، ولسي انتظاميه څه نه شي ويلای، مهم قبايلي مشرانو وژل شوي دي او د حکومتي دعوو سر بېره هم هلته وسله وال شته او هلته د روزنې ترلاسه کولو وروسته په پاکستان او افغانستان کې بريدونه کوي))

د قبايلي سيمو د قانون او عامه امنيو پخوانی سېکټر عطاوالرحمن بيا بېل نظر لري.

دده په وينا،دا خبره سمه نه ده چې په فاټا کې يو څرګنده نظام د نه شتون له کبله هلته ترهګري راغلې ده.

دده په خبره وسله وال د پاکستان په هغو سيمو کې هم شته چرته چې باقاعده يو قانوني، انتظامي او اييني چوکاټ شته.

دده په خبره، په فاټا کېاوس حکومتي عمداري پرځای شوې ده