د بجلۍ نشتوالي ضد راوځو. افتخار حسېن

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شورو په ورځ د عوامي نېشنل پارټۍ مشرانو غلام احمد بلور، میا افتخار حسېن او سردار حسېن بابک په صوبه کې د برېښنا کمي (بجلۍ لوډشېډینګ) خلاف یوه خبري غونډه وکړه او د بجلۍ نیشتوالي ذمه وار یې د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونه وګرځول. تر خبري غونډې وروسته د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر سېکرېتري میا افتخار حسېن د مشال راډیو له خبریال خالد خان سره په خبرو کې وویل که د بجلۍ بحران ختم نه شو نو سړکونو ته به راوځي.