د مشال خان وژنې په تور ۳۲ کسان نيول شوي

د خېبر پښتونخوا د مردان پوليس وايي، د اپرېل پر ۱۳مه نېټه په عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان د وژنې په تور يې تر دې دمه ۳۲ کسان نیولي او د اتو نورو لټون روان دی چې په دې پېښه کې تورن پېژندل شوي دي.

د مردان د پولیسو ضلعي مشر ډاکټر میا سعید نن مشال راډیو ته وويل چې د مشال خان د وژنې په قضيه کې ډېر پرمختګ شوی دی خو دم ګړی يې نشي په ډاګه کولای ځکه چې پلټنې روانې دي او ډېر ژر به بشپړه تفصیلات له رسنيو سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د مشال خان د وژنې په لومړي راپور کې د ۲۰ کسانو په ضد د ترهګرۍ دفعې لاندې مقدمه درج شوې وه چې په هغوی کې تر دې دمه ۱۷ نيول شوي او د نورو د نيولو لپاره لټون دوام لري.

د ميا سعيد په وینا په نيول شوو تورنو کسانو کې څلورو په خپل جرم اعتراف کړی او په عدالت کې يې خپل بيان ورکړی چې دا ډېر لوی پرمختګ دی.

د نوموړي په وينا په دې قضيه کې به نن (جمعه) درې نور تورن کسان (ملزمان) هم د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کوي.

د مردان د پوليسو مشر په وينا په نيول شوو کسانو کې پر زده کونکو سربېره د عبدالولي خان پوهنتون شپږ ملازمین یا کارکوونکي هم شامل دي.

د اپرېل پر ۱۳مه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې يو زده کوونکی مشال خان د قهرجنو بلوه ګرو لخوا مذهب ته د سپکاوي په تور ووژل شو چې له هغه وروسته د نوموړي د وژنې په ضد په ټول پاکستان کې تاوده غبرګونونه راوپارېدل.