امیرمقام: د ۲۰۱۸ انتخاباتو کې به قبایل د پښتونخوا صوبې لپاره استازي ټاکي

انجینیر امیر مقام

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار انجینیر امیر مقام وايي د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې به قبایلو ته د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې نمایندګي ورکول کېږي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته په مرکه کې وویل:

« دا د اصلاحاتو برخه ده چې په ۲۰۱۸ م کال کې به په فاټا کې عمومي انتخابات کېږي، او دا به د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ حصه وي. د فاټا نه منتخب شویو غړو ته به په کابینه کې هم برخه ورکول کېږي او د صوبې د مشر ( سینیر ) وزیر عهده به هم دوی ته ورکول کېږي. »

د قبایلي سیمو نقشه

خو د فاټا سیاسي اتحاد عمومي سکرتر اقبال افریدی وايي مرکزي حکومت په فاټا کې د اصلاحاتو په اړه سنجیده نه دی او وخت په وخت دریځونه بدلوي، دوی کله د رواج ایکټ خبره کوي او کله بیا د ګورنر د اختیاراتو د زیاتولو غږ کوي. نوموړی وايي د فاټا نمایندګانو ته دې په قانون جوړونه کې اییني برخه ورکړل شي.

خو د وزیراعظم سلاکار امیر مقام وايي، لومړی ګام اخیستل ګران وي او حکومت دغه ګران کار کړی دی، نو پاتې ټولې ستونزې به هم د وخت په تېرېدو سره هوارې شي.

الحاج شاجي ګل په اسلام اباد کې یوې جرګې ته وینا کوي.

انجینیر امیر مقام د خالي په ورځ په پېښور کې د الحاج شاجي ګل په مشرۍ کې د فاټا د قومي اسمبلي او د سینیټ د استازو سره د لیدو پر مهال هغوی ته باور ورکړی و چې د فاټآ د اصلاحاتو په لړ کې به نور ګامونه هم اوچتیږي چې د قبایلي اولس په ګټه به وي.