'ګوادر کاشغر اقتصادي پروژه به د ټول پاکستان تقدیر بدل کړي'

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وویل، ګوادر د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ دروازه ده چې له جوړېدو سره به یې د بلوچستان صوبې برخلیک واړوي.

د پاکستان لومړي وزیر محمد نواز شریف وايي، له چین - پاکستان اقتصادی راهداري او ګوادر پروژې سره د پاکستان او په تېره د بلوچستان صوبې پرمختګ او سوکالي تړلې ده او امر یې وکړ چې ګوادر دې ژر تر ژره د سړک له لارې له نور هېواد سره ونښلول شي.

نوموړی بلوچستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ګوادر ته تللی او هلته یې د ګوادر بندر،د ګوادر هوايي ځواک ډګر تر څنګ د ګوادر لویو سړکونو او نورو پرمختیايي پروژو کتنه وکړه. او هلته یوې غونډې په خپله وینا کې نواز شریف وویل، چې وفاقي حکومت د بلوچستان پرمختیا لپاره په صوبه کې بیا په خاصه توګه په ګوادر کې ځانګړي پروژې پیل کړې دي چې د دغه صوبې ولس به یې ډېره ژر ګټه وویني.

د پاکستان لومړي وزیر وویل، ګوادر د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ ور یا دروازه ده چې له جوړېدو سره به یې د بلوچستان صوبې برخلیک واړوي. هغه وویل د ګوادر بندر په بشپړه توګه فعالېدل د سمندري ځواک هوايي میدان له جوړېدو سره به پانګوالو ته نوي ورونه پرانستل شي.

نواز شریف د ګوادر پرمختیا ادارې ته امر کړی چې ټولې پروژې دې پر خپل ټاکلي وخت سر ته ورسول شي.

دنوموړي په وینا چې ګوادر به د اورګاډي له لارې نه یوازې د هېواد له نورو برخو سره وتړل شي بلکې له ګوادره تر کوټې پورې به د اورګاډي نوې لار یا سړک هم جوړ کړل شي.

لومړي وزیر زیاته کړه چې د ګوادر پرمختیا لپاره وفاقي حکومت لا د مخه ۲۵ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي.

د یادونې ده چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پښتنو او بلوڅو ملتپالو ګوندنو بیا بیا اندېښنه ښودلې چې د ګوادر- کاشغر پروژې لویه برخه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر ځای پنجاب صوبې ته اړول شوې خو وفاقي حکومتونه دا ادعاوې نه مني او وايي چې له دغه پروژې به ټول هېواد ته ګټه ورسېږي.