"ډېری قبایلیان خېبر پښتونخوا کې شاملېدل غواړي"

قبایلي مشران

د پاکستاني وزيراعظم سلا کار امير مقام وايي د قبايلي سيمو اويا فيصده نه زيات خلک غواړي چې يادې سيمې خېبرپښتونخوا کې شاملې کړل شي نو په دې لړ کې يې د جميعت علماء اسلام سره خبرې روانې دي چې د اصلاحاتو مخالفت دې پرېږدي.

د فاټا ۷۰ فیصده خلک په خېبر پښتونخوا صوبه کې شاملېدل غواړي
د وزیراعظم سلاکار امیر مقام

د ګل پر ورځ مشال رېډيو سره خبرو کې امير مقام وويل چې فاټا اصلاحاتي کمېټۍ د ټولو اېجنسیو له دورو ورسته دا سفارشات تيار کړي دي او خلک غواړي چې اصلاحات دې وشي ځکه چې ځان له زوړ نظام نه خلاصول غواړي.

د نوموړي وېنا وه چې په تاريخ کې پهلومړي ځل د فاټا اولس ته داسې يو چانس په لاس ورغلی چې خپل حق به ترلاسه کړي نو جميعت علماء اسلام ګوند دې د قبايلي اولس د خواهشاتو احترام وکړي او د سفارشاتو د ځنډولو پرځای دې په عملي کولو کې یې خپل کردار ولوبوي.

تېره مياشت د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې شوې د وفاقي کابېنې په غونډه کې پرېکړه کړې شوې وه چې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه په تيار کړل شویو سفارشاتو د جمعيت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو اندېښنې لرې کولو لپاره دې د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزيز له دواړو ګوندونو مشرانو سره وويني.

خو د جميعت علماء اسلام ف ډلې د خېبرپښتونخوا وياند جليل جان مشال رېډيو ته وويل چې ګوند يې د حکومت سره خبرې روانې دي او دوی هم په فاټا کې اصلاحات غواړي خو د قبايلي اولس د خواهشاتو مطابق بدلون غواړي.

د نوموړي وېنا وه چپر ځای ددې چې فاټا دې په پښتونخوا صوبه کې شامل کړل شي، که ورته د ځان له صوبې درجه ورکړل شي نو په دې توګه به د يادو سيمو د اوسېدونکو پېژندګلوي پر خپل ځای پاتې شي.

زموږ ګوند په هره اېجنسۍ کې له زرګونو خلکو سره لیدلي، هغوی د ځان له صوبې غوښتنه کوي
د جمیعت عاما اسلام یو مشر جلیل جان

جليل جان زياته کړه چې حکومتي کمېټۍ په هرې اېجنسۍ کې له دوو نه تر درېوو سوو خلکو رايي اخستې دي خو د دوی د ګوند دوه اويا (۷۲) کسيزه جرګې په هره اېجنسۍ کې له زرګونو خلکو سره ليدلي دي او هغوی د ځان له صوبې غوښتنه کوي نو حکومت څنګه دا خبره کوي چې اويا فيصده نه زيات خلک خېبرپښتونخوا سره شاملېدل غواړي.

د يادونې وړ ده چې په فاټا کې اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کميټي جوړه کړې وه. يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو ورسته خپلو تيار کړل شویو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.