غازي سیال شعرونه هم لیکلي او کروندګري یې هم کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

غازي سیال د پښتو نومیالی ادیب دی. دی وايي، خلک ګڼي چې ګواکې ده به ټول عمر د لیک، لوست کار کړی وي، خو حقیقتاً ده کروندګري هم کړې، لوونه یې هم کړي، غوبلونه یې هم کړي او ډېر شاقه کارونه یې کړي دي. له نوموړي سره مو په بنو کې ولیدل او ورسره مو د ده ژوند او هنر په اړه ویډیويي مرکه کړې چې دلته یې لیدلای شئ.