خوست: وزیرستاني کډوال وايي لارې او مرستې بندې دي

خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال

د افغانستان په خوست ولایت کې مېشت وزیرستاني کډوال وایي، له افغانستان څخه پاکستان ته د راتللو پر مهال د لارو بندیدو له وجې دوی له یو شمېر مشکلاتو سره مخ دي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي ملک سلیم خان داوړ پرون مشال ریډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت له دوی سره خپلې ژمنې نه پوره کوي او نه هم د دوی د ستونزو هوارۍ ته څه پام کوي.

« د پاکستان حکومت راسره لوظ کړی و چې د غلام خان لاره به مو پر مخ پرانیستې وي او مرستې به درسره کوو، خو اوس موږ تر شنه اسمان لاندې پراته یو او هېڅ ډول مرستې راسره نه کېږي او نه هم لاره مو پر مخ پرانیستې ده. »

بلخوا د سیمي نه سینټر صالح شاه مشال ریډیو ته وویل، دوی به د کډوالو دا ستونزي حکومت ته وړاندی کړي او حکومت له پکار دي چې خوست نه راستنېدونکو کډوالو ته زر تر زره لارې خلاصي کړي.