د بنو په مذبحه خانه کې څه روان دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بنو اوسېدونکي وايي، د ښار په مذبح خانه کې کثافت یا ګندګي پرته وي او د حلالو شویو څارویو په پاتې شونو کې چینجي شوي دي. دوی تور پورې کوي چې په مذبح خانه کې ان ناروغه څاروي هم حلالول کېږي او دا ټول کار د ډاکترانو په غیر موجودګۍ کې کېږي. د بنو انتظامیې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې. ویډیويي رپورټ وګورئ.