په کوټه کې د اوبو کموالي ولس اغېزمن کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوټې اوسېدونکي وايي، په زیاتره سیمو کې د اوبو کموالي د دوی ژوند اغېزمن کړی دی. چارواکي وايي، د کوټې نفوس له ۲۵ لاکه زیات شوی دی خو یوازې پکې ۳۴۰ کوهیان دي چې د ښار اوسېدونکو ته د څښلو اوبه ورکوي. د ښار اوسېدونکي وايي د ټانکر اوبه هم ګرانې خرڅول کېږي. چارواکي وايي د اوبو بندوبست لپاره لویه پروژه پیلوي. تفصیل په دې رپورټ کې.