"اېف سي ار نظام کې د جرګې يوازې نوم پاته دی"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اېف سي ار او پښتانه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو خپرونو د دې لړۍ په اوومه برخه کې پر دوديزو جرګو د اېف سي ار اغېز ته کتنه شوې ده. په فاټا کې د انګرېز له وخته تپل شوی قانون فرنټير کرايمز رېګولېشن يا اېف سي آر که يو خوا عام ولس له يو شمېر ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کړی نو بلخوا يې د پښتنو پر لرغوني دود ((جرګه)) هم اغېز کړی دی. ((اېف سي او پښتانه)) نننۍ خپرونه کې د پوليټيکل انتظاميې لخوا پر جوړو شوو جرګو او د دغه قانون پر دوديزو جرګو د اغېز حال درکوو. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ