چابهار بندر تړون: اقتصادي هلې ځلې پراخول که سیاسي سیالۍ؟

له ښي خوا: افغان ولسمشر اشرف غني، ایرانی ولسمشر حسن روحاني او هندی وزیراعظم نرېندرا مودي د چابهار تړون تر لاسلیکولو وروسته

پراګ - د ۲۰۱۶ز کال په مې کې هند، ایران او افغانستان د چابهار بندر تړون لاسلیک کړ چې پکې هند د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه کوي. د تړون لاسلیکولو غونډې ته په وینا کې د درېواړو هېوادونو مشرانو دا د سیمې اقتصادي پرمختیا لپاره یو مهم اقدام وباله.

د مې پر ۲۶مه د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز خبریالانو ته وویل، هېواد یې د چابهار او د ګوادر بندرونو تر منځ هېڅ شخړه نه ویني. ده زیاته کړه چې دا به وخت ثابته کړي چې د سیمې کوم هېواد، کوم بندر زیات استعمالوي. ده وویل، پاکستان غواړي چې چابهار او ګوادر دواړه سره وتړي.

د پاکستان پر دې رسمي نظر سربېره، په هغه هېواد کې ځېنې شنونکي نظر لري چې د چابهار بندر په پروژه کې د هند موجودګي په اسلام اباد کې ځېنې شکونه پیدا کړي دي.

د چابهار او افغانستان تړل همدا معنا لري چې پر پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ پوره انحصار کم کړل شي
پوهاند شمیم اختر

د کراچۍ پوهنتون نړیوالو اړیکو څانګې پخوانی مشر پوهاند شمیم اختر وايي، کېدای شي د تهران دا نیت نه وو چې د دې پروژې له لارې پاکستان خپه کړي، خو د چابهار پروژه پر پاکستان د افغانستان انحصار کمولو یوه هڅه ده:

((کېدای شي ایران دا نیت نه درلود، خو د رېل او سړک په ذریعه د چابهار او افغانستان تړل همدا معنا لري چې لومړی خو پر پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ پوره انحصار کم کړل شي او دویم دا چې هند به له دې لارې اوسپنه او ایرانی ګیس د سمندر لاندې پایپونو په وسیله ممبۍ ته رسوي. نو دا ښايي د هند یوه طریقه وي چې افغانستان له پاکستانه بېل کړي.))

خو د اسراییلو په هرڅلیا مرکز کې د ایرانیو سیاسي چارو استاد میر جاوېدانفر وايي، ایران چې اقتصادي تړونونه لاسلیکوي نو پوره غور ورته کوي او ډېر شیان په پام کې نیسي:

((له هند سره د چابهار وروستی تړون ښيي چې اول خو ایران غواړي له هند سره اقتصادي اړیکي پراخه کړي. دویم، دا [تړون] ښيي چې ایران غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ پراخه کړي ځکه چې افغانان به د سوداګرۍ لپاره اوس پر هند او چابهار بندر تکیه کوي.))

پاکستان د ایران خپه کېدو خطر باوجود له سعودي عرب سره ملګرتیا کوله. هغه وخت پاکستانیانو د خپلو ګټو فکر کاوه. اوس ایران هم هغه کار کوي او له هند سره اړیکي پراخوي.
میر جاوېدانفر

جاوېدانفر زیاتوي، اسلام اباد باید پر دې ډول تړونونو خپه یا غوسه نشي ځکه تر کلونو پاکستان د خپلو ګټو لپاره له سعودي عرب سره ملګری وو، حال دا چې هغه هېواد د ایران سیمه ییز سیال او مخالف دی:

((تر کلونو پاکستان له سعودي عرب سره نېږدې همکاري کړې ده. سعودي عرب د ایران یو لوی مخالف او سیال هېواد دی. پاکستان د ایران خپه کېدو خطر باوجود له سعودي عرب سره ملګرتیا کوله. هغه وخت پاکستانیانو د خپلو ګټو فکر کاوه. اوس ایران هم هغه کار کوي او له هند سره اړیکي پراخوي. دا پاکستان ته دا پیغام ورکوي چې ایران هم په سیمه ییز سیاست کې ځېنې ګامونه اخیستای شي چې د اسلام اباد او ریاض د اړیکو په غبرګون په سیمه کې خپل توازن او ملګري ولري. بل موږ باید دا هم په پام کې ولرو چې ایران او پاکستان د ښو ګاونډیو په توګه پر اوسېدو باوجود په افغانستان کې سیالان دي. زما په نظر، ایران د چابهار بندر له لارې له پاکستان سره مقابله یا سیالي کوي.))

د چابهار بندر یو انځور

د نړیوالو اړیکو استاد ډاکتر شمیم اختر لپاره په چابهار کې د هند موجودیت د اندېښنې خبره ده خو دی نه ګڼي چې ګواکې د چابهار بندر پروژه به د تهران او اسلام اباد تر منځ کړکېچ پیدا کړي.

دواړه پوهان په دې اند دي چې که په خالص اقتصادي نظر ورته ولیدل شي نو چابهار او ګوادر دواړه به په سیمه کې اقتصادي او کاروباري سیالۍ پیدا کړي. پوهاند شمیم اختر زیاتوي چې که د ګوادر بندر فعال شي نو دا تاجکستان، ازبکستان او کیرغیزستان ته نېږدې دی او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته چابهار نېږدې دی.

خو دواړه پوهان وايي، دا اقتصادي هلې ځلې د افغانستان د شخړې هواري او هلته له سولې او ثبات سره تړلې دي.