د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د ایران په چابهار بندر کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي


افغان چارواکي هیله من دي چې په چابهار کې به د هند له پانګونې سره افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې پر پاکستان تکیه کمه شي.

افغان چارواکي هیله من دي چې د چابهارپه بندر کې به د هند له پانګونې سره د افغان سوداګرو تجارت له جنوبي او مرکزي اسیا سره پراخ شي او اسانتیاوې به رامنځته شي.

د فرانس پرېس اژانس په وینا هند د وزیر اعظم نرېندرا مودي په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې دغه هېواد د ایران په چابهار بندر کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو ته په خبرو کې په چابهار بندر کې د هند د پانګونې هرکلی وکړ.

"افغانستان پرته له څه شکه غواړي چې په چابهار کې ډېره پانګونه وشي. هند مخکې هم ژمنه کړې وه چې د چابهار په بندر کې پانګونه کوي. د دې بندر د ظرفیت لوړوالی هم د افغانستان په ګټه دی او هم سیمې سره نښلوي. افغانستان په چابهار بندر کې د دې پانګونې هرکلی کوي."

د افغانستان اجرایي رییس عبدالله عبدالله د روانې میلادي میاشتې په پیل کې ایران ته د سفر پرمهال چابهار ته هم ورغلی و او له ایراني چارواکو سره یې د دې بندر د پراختیا لپاره خبرې کړې وې.

ایراني چارواکو له عبدالله عبدالله سره ژمنه کړې وه چې افغان سوداګرو ته به په چابهار بندر کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

افغانستان له هند سره اوس د کال له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې صادارت او واردات لري او د چابهار بندر اوس هم فعاله دی خو افغانستان په دې باور دی چې په دې بندر کې به د نویو تاسیساتو له جوړېدو سره د افغانستان، هند او منځنۍ اسیا تر منځ سوداګري پراخه شي.

مسافر قوقندي وایي:

"په دې بندر کې لاهم هغه بېړۍ چې ډېر بار لري، لنګر نه شي اچولی هر څومره چې د دې بندر وړتیا او ظرفیت لوړېږي نو د سیمې نښلولو لپاره په ځانګړې توګه د افغانستان، هند او منځۍ اسیا د نښلېدو لپاره ډېر ګټور تمامېږي."

افغان چارواکي هیله من دي چې په چابهار کې به د هند له پانګونې سره افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې پر پاکستان تکیه کمه شي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا د کراچۍ بندر له لارې له تېر یوه کال راهیسې د افغانانو صادرات او واردات کم شوي دي او تر هغه مخکې به هر کال افغان سوداګرو له ۵۰۰ تر ۷۰۰ میلیونو ډالرو پورې د مالونو ځنډېدو له امله پاکستان ته مالیې ورکولې.

راپور: ازادۍ راډيو

XS
SM
MD
LG