وزیرستانیان اېف سي ار نه مني

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزیرستان ګڼو سیاسي ګوندونو اتحاد او ځوانانو د اېف سي ار ضد غونډه کړې او ویلي یې دي چې حکومت دې دا قانون ختم کړي ځکه چې دا یې د ژوند ((تباهۍ)) لامل دی. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په بنو کې غونډې ته یوه ویناوال وویل، د اېف سي ار مطلب دا وو چې قبایلي ولس به د خپلې سیمې ساتنه کوي او پوځ به نه ورځي، خو چې پوځ ورغی نو دا قانون هم خپله ختم شو. ده وویل، حکومت دې دوی له دې قانونه خلاص کړي. ویډیو وګورئ.