وزیرستانیان وايي ژر دې کورونو ته ستانه کړل شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزیرستان ټولو سیاسي ګوندونو اتحاد او مشرانو له پولیټیکل انتظامیې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې بېکوره کړل شوي خپلو سیمو ته ستانه کړي، ړنګ شوي کورونه او بازارونه دې ورته بیا ودان کړي او له افغانستان سره د کاروبار کولو لارې دې ورته برابرې کړي. دا غوښتنې دوی په میرامشا کې له پولیټیکل اېجنټ کامران اپریدي سره د لیدو پر وخت وکړې. تفصیل په دې ویډیو کې.