د خېبر پښتونخوا ګورنر په صوبه کې د وفاق او په تېره د ولسمشر استازی وي چې تر ډېره تر صوبې او مرکز لاندې د قبایلي سیمو انتظامي چارې څاري.
په ګورنر کور پېښور کې د پېښور های کورټ مشر قاضي (چیف جسټس) مظهر عالم میاخېل د جمعې په مازدیګر له نوي ګورنر اقبال ظفر جګړا څخه سوګند واخیستلو.
پر دې مهال یو شمېر قبایلي مشرانو، د پاکستان مسلیم لیګ ن غړیو د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک ګډون درلود.
د یادونې چې څه کم یوه میاشت وړاندې د خېبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي په ظاهره له دې کبله استعفا ورکړې وه چې نوموړی غواړي په خپله هزاره سیمه کې د خپل مسلم لیګ ن ګوند سیاسي هلې ځلې جاري وساتي او په راروانو ټولټاکنو کې برخه واخلي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر په صوبه کې د وفاق او په تېره د ولسمشر استازی وي چې تر ډېره تر صوبې او مرکز لاندې د قبایلي سیمو انتظامي چارې څاري.