باچاخان پوهنتون له ۲۵ ورځو پس بیا پرانستل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

باچاخان پوهنتون بيا پرانيستل شو

د پرانستلو پرمهال د پوهنتون زدهکوونکیو احتجاج هم کاوه او له حکومته یې غوښتنه کوله چې په هاغه پېښه کې له مړو ژوبلو سره هغسې مرستې نه دي شوې چې څه رنګ پکار وې.

د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون نن د فېبرورۍ پر ۱۵مه نېټه د کلکو امنیت په ترڅ کې بیا پرانستل شو. دغه پوهنتون د جنورۍ په شلمه نېټه د وسله وال له خونړي بریده پس تړل شوی وو، چې د يوه پروفېسر او ګڼو زده کوونکیو په ګډون یوويشت کسان وژل شوي ول او نژدې ۱۹ تنه نور چې ډېری یې زدهکوونکي ول ژوبل شوي وو. د هاغه برید ذمه واري د طالبانو دره ادم خېل یوې ډلې منلې وه.

د مشال راډیو خبریال شبیراحمد جان وايي، د باچا خان پوهنتون پرانستو پر وخت ګڼ امنیتي کسان چې پکې ښځې ساتونکې هم وې، د پوهنتون ودانۍ ګېرچاپېره او پر چتونو یې امنیت نیولی وو.

زموږ خبریال په خپل رپوټ کې وايي، د پوهنتون هغه ځایونه چې په برید کې ورته زیان رسېدلی وو، د رغېدو چارې یې بشپړې شوې او په ځینو برخو کې لا هم روانې دي. دی وايي، د خفیه کېمرو پر ټاکلیو ځایونو هم کار روان دی.

د باچا خان پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر فضل الرحیم مروت د پرانستنې مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې په پوهنتون کې به سرله سبا (د نهې ورځ) باقاعده د زدکړو بهیر پیل شي. دی زیاتوي چې د بيا رغونې او نورو امنيتي ګامونو وروسته یې د زدکړو لړۍ بیا بحالوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

'باچاخان پوهنتون له امنیته مطمین یم'

پر دې مهال ځینو ښځینه زدهکوونکیو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، پر پوهنتون دومره لوی ناورین تېر شوو خو نن د پرانستلو مهال نه د پاکستان مرکزي حکومت او نه هم د صوبايي حکومت یو وزیر او نه هم یو استازی ورغلی دی چې تشه د خولې ډاډګېرنه ورکړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

'پښتون بچی نه ډارېږي خو له حکومته مو ګیله ده'

د باچا خان پوهنتون د بیا پرانستلو پر مهالیوې بلې زدهکوونکې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، خپل تعلیم به جاري ساتي چې د خپلو شهیدانو زدهکوونکیو ارمانونه پوره کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خپلو شهیدانو ارمانونه به پوره کوو

زدهکوونکي ادعا کوي، حکومت یې نااهله دی چې دومره لویې پېښې کېږي خو بیا هم عبرت نه اخلي.