بنو کې د شمالي وزیرستان د قبایلو احتجاج

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزیرستان داوړ قبیلې په بنو کې د یوې احتجاجي مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کډوالو د ستنولو لپاره دې یوه کوټلې کړنلاره جوړه کړي. دغه قبایل چې د ستنېدو له اوسنۍ پروسې راضي نه معلومېدل، غوښتنه یې کوله چې حکومت دې د دوی عرض واوري کنه نو خپل احتجاج به همداسې جاري وساتي. د مشال راډیو خبریال عمردراز وزیر د ځینو مظاهره کونکیو سره خبرې کړي او دا راپور یې موږ ته رالېږلی دی.