"اېف سي ار تر ټولو زیات پښتنې مېرمنې ځپي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلي سیمو مشرانو له پاکستاني وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې دوی دې په خیبر پښتونخوا ورګډ کړي. دا غوښتنه تېره ورځ په پېښور کې د پښتونخوا ولسي تحریک په بلنه د قبایلي سیمو په یوه جرګه کې وشوه چې پکې په لومړي ځل د هغو سیمو ښځو هم ګډون وکړ. د جرګې یوې ګډونوالې او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالې ناهید اپریدۍ مشال راډيو ته وویل، حکومت د ترهګرۍ پر ضد د نیشنل اېکشن پلان جوړولو پر وخت ژمنه کړې وه چې قبایلي اصلاحات به راولي، نو دا ژمنه دې پوره کړي. د پاکستان وزیراعظم د قبایلي سیمو اصلاحاتو په موخه یوه کمېټي جوړه کړې چې په دې وروستیو کې یې په مومندو، باجوړ او شمالي وزیرستان کې له خلکو سره لیدلي دي.