تر څو ژمني پوره نشي بايد پښتونخوا حکومت راهدارۍ لپاره زمکه ورنکړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايې، تر څو مرکزي حکومت د دوی غوښتني و نه مني د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي. ډاکټر سيد عالم مسود دا خبره له مشال راديو سره د يکشنبې په ورځ په يوه مرکه کې وکړه. د جمعه په ورځ پاکستاني وزیراعظم د اقتصادي راهدارۍ په اړه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان اندېښنو لری کولو لپاره د سياسي ګوندونو يوه غونډه رابللې وه. په دې کې نواز شريف ژمنه وکړه چې د کاشغر ګوادر راهدارۍ په اړه به د صوبو له غوښتنو سره سم د ۲۰۱۸ ميلادي کال د جولايې تر ۱۵ م نيټې پوري به تر خيبر پښتونخوا او بلوچستان تېرېدونکې لاره بشپړوي. پښتونخوا ولسي تحريک يو له هغو سياسي ډلو دی چې د راهدارۍ په اړه يې پرله پسې احجاج کړی دی. عبدالحي کاکړ د مرکې پر مهال له سيد عالم مسود پوښتلي چې ايا د نواز شريف له تازه وعدې ډاډمن دی؟