د پاکستان او افغانستان پر یو بل باور کول د وخت ضرورت دی

پراګ: د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحېل شریف نن د اتوار په ورځ کابل ته ولاړ.پاکستاني چارواکي وایي راحېل شریف له افغان چارواکو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر د بیا پیلولو په ګډون پر یو شمیر مهمو امنیتي مسايلوخبرې وکړي.

په دغه موضوع زمونږ همکار ګل ایاز د سیاسي او سیمه ایزو چارو د کارپوه او پخواني سفارت کار ایاز وزیر سره مرکه کړې او په سر کې يي ترې پوښتلي چې دا سفر ولې مهم دی ؟ نوموړې وايي د دواړو هیوادونو پر یو بل باور کول د وخت ضرورت دی، او باید په امنیتي مسلو پاکستان او افغانستان له یو بل سره خبرې وکړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ایاز وزیر سره مرکه

اخوا د سولې عالي شورا وايي که چیرته په رښتیا هم افغان او پاکستاني چارواکي د سولې په برخه کې هوکړې ته ورسیږي دا به د سولې د خبرو د بیا پيل لپاره ډېره ښه نتیجه ورکړي.

بلخوا ځینې افغان څیړونکي وایي پاکستاني چارواکي څو واره د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ د ښودلو په خاطر کابل ته راغلي خو انتقاد دلته دی چې ولې دغو سفرونو یواځې نمایشي بڼه لرلې ده او په دې برخه کې یې ژمنې نه دي عملي شوي.