په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اووه عسکر وژل شوي دي

ډېره اسماعیل خان: په جنوبي وزیرستان کې له وسله والو سره د یو نښتې پر مهال د پاکستان د ایف سي ځواک لږ تر لږه اووه عسکر وژل شوي دي.

ډېره اسماعیل خان: په جنوبي وزیرستان کې له وسله والو سره د یو نښتې پر مهال د پاکستان د ایف سي ځواک لږ تر لږه اووه عسکر وژل شوي دي.

دا پېښه د سېشنبې په شپه د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په سیمه کې و ډيورنډ کرښې ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

د پاکستانیو چارواکو په وینا ، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه نښته شوې چې اوه عسکر پکې وژل شوي او دوه بې درکه شوي دي.

د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د پاکستانیو ځواکونو پر یوه پوځي پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یې د سهار تر څلورو بجو نښته جاري وه.

په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو د مجلس عسکري ډلې ویاند عبدالله وزیرستاني له نامالومه ځایه د ټلیفون له لارې مشال راډیو ته وویل چې دا برید دوی کړی دی او هغه تر یاده شوې د زیاتې مرګې ژوبلې ادعا وکړه.

په دې اړه د سېلاب محسود رپوټ دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اووه عسکر وژل شوي دي