'پاکستان کې د یوه خبریال قاتل هم نه دی سزا شوی'

خبریال ولي بابر په کراچۍ کې وژل شوی وو

د خبريالانو ژغورنې نړیوال سازمان پخپل تازه رپورټ کې وايي، په پاکستان کې د وژل شوو خبريالانو يوه تورن قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

نيويارک مېشت سازمان د زيارت په ورځ ۲۰۱۴م کال راپور خپور کړ. په دې کې راغلي دي چې په پاکستان کې په تېره يوه لسيزه کې ۲۳ خبريالان وژل شوي دي.

راپور زياتوي، تر ټولو زيات خبریالان له ۲۰۱۱م کال وروسته وژل شوي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

"پاکستان کې د خبریالانو یو قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې"

د سازمان په خبره تر اوسه هېڅ يوه تورن قاتل ته سزا نه ده ورکړل شوې.

دا شان راپور د ميډيا پر ادارو هم نيوکه کوي چې د خپلو کارکوونکو د خونديتوب په خاطر يې هېڅ ډول عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

وژل شوي زياتره خبريالان پښتانه يا بلوڅان دي.